پولیسو له خلکو نه د لوڅو فلمونو د اخیستلو په تور یوه ډله نیولې

په غزني کې یوه داسې ډله، چې لومړی يې له خلکو په چل او فریب لوڅ فلم اخیستل او بیا يې د مقابل لوري د پېسو نه ورکولو په بدل کې د نشرولو ګواښ کاوه نیول شوې ده.

د غزني ولایت پولیسو د دغې ډلې درې غړي له څو کمپیوټرونو، له ۴۰ ډېرو پټو دُربینونو او له لسګونو لوڅو فلمونو سره یوځای چې له سوداګرو او شتمنو خلکو یې د پیسو د غوښتلو په پار اخیستل؛ نیولي دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل د یکشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې دغې ډلې د ښار په بېلابېلو سیمو کې کورونه او کرایي کوټې نیولې وې او شتمن کسان یې د جنسي اړیکو د نیولو له پاره رابلل او په پټه به یې د هغوی فلمونه ثبتول.

امرخېل زیاتوي، وروسته د فلم له ثبتولو د دغې ډلې نور غړي د جعلي اسنادو په لرلو سره ځانونه پولیس معرفي کول او له هغه کسه چې فلم یې ترې ثبت کړی و؛ ډېرې زیاتې پیسې اخیستې.

امرخېل همدارانګه وویل، پولیسو خپلې څېړنې پیل کړي او امکان لري، چې د دې ډلې نور غړي هم لاسته ورشي.

په همدې حال کې یو شخص چې مستعار نوم یې ښایسته ګل او د مبایلو هټی لري وايي، یوه ورځ ورته زنګ راغی، چې زه درته په پلاني ځای کې ولاړ یم، چې لاړ، له مخې پرې ګوزارونه شروع شول او له ګوزارونو وروسته شخص وتښتېد.

د ده په خبره، خبرداری یې ورکړ، چې لوڅ فلم يې ورسره دی او که پیسې ورنه کړي؛ یوټیوب ته یې پورته کوي.

دا په خپل ډول کې لومړۍ پېښه ده، چې رسنیزه کېږي او ښايي دغې ډلې له ډېرو کسانو نه په همدې ډول ډېرې پيسې ترلاسه کړې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام