د سلاکارانو په توګه د ټاکنیزو کمېسيونونو د پخوانيو غړو ټاکنه؛ له نیوکو سره مخ ده

ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان پر اساس د ټاکنیزو کمېسيونونو پخواني غړي د پخوانيو امتیازاتو په لرلو سره په بېلابېلو برخو کې د خپلو سلاکارانو په توګه ټاکلي دي.

د ولسي جرګې، مدني ټولنو او د پوهنتون یو شمېر استادان د ولسمشر دا ګومارنه د ملي ګټو سره په ټکر او ناقانونه بولي. دوی نیوکه کوي، چې د سلاکارانو په توګه د ټاکنیزو کمېسيونونو د پخوانيو غړیو ګومارل په ټاکنو کې په درغليو سترګې پټول دي.

د دوی پر وینا، د ولسمشر د سلاکارانو په توګه د پخوانيو کمېشنرانو ټاکنه په ډاګه کوي، چې ولسمشر غني د تېرو ټاکنو په درغليو د پردې اچولو هڅه کوي.

د پوهنتون استاد طاهر هاشمي وايي، ولسمشر غني له قانون او حقوقي مسایلو څخه د ناسم‌پوهاوي له کبله د ملي ګټو په خلاف د ټاکنیزو کمېسيونونو غړي د خپلو سلاکارانو په توګه ټاکلي دي.

هاشمي زیاتوي، په حکومت کې روانه دیکتاتوري د خلکو او حکومتي چارواکيو ترمنځ د واټن سبب شوې ده.

دی په دې باور دی، چې د ارګ له خوا دا ټاکنه ښکاره کوي، چې کمېشنران د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په درغليو کې شریک و.

د مدني ټولنې غړي عبدالودود پدرام سلام وطندار ته وویل، دغه ګومارنه په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو د رازونو د پټولو له پاره شوې ده.

پدرام زیاتوي، د سلاکارانو په توګه د ټاکنیزو کمېسيونونود پخوانيو غړیو ګومارنه په ډاګه کوي، چې د ښې حکومتوالۍ او فساد پر وړاندې مبارزه د ولسمشر هسې شعارونه دي.

دا مدني فعال د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې د معافیت فرهنګ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

دی وايي، دغه اشخاص باید د ټاکنیز بهیر د بې اعتباره کولو پر سر څارنوالۍ ته ورمعرفي شوي وی.

د ولسي جرګې غړي عبدالراحمان رحماني هم تېره ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل، د ولسمشر په فرمان سره د ټاکنیزو کمېسيونو د پخوانيو کمېشنرانو د سلاکارانو په توګه ګومارنه د اساسي قانون خلاف کړنه ده.

په همدې حال کې د اجرايوي رياست مرستیال ویاند امید میثم سلام وطندار ته وویل، چې د سلاکارانو په توګه د پخوانيو کمېشنرانو ټاکنه د ولسمشر غني تصمیم دی. د ملي یووالي د حکومت په کچه دا پرېکړه نه ده شوې، ځکه دوی په دې برخه کې کار نه لري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو؛ خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

تېرې ولسمشريزې ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې کړکېچن انتخابات ګڼل کېږي او ویل کېږي، چې د درغلیو د لوړې کچې ادعا د دې لامل شوه، چې د ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله  عبدالله ټاکنیز ټیم یو هم له خپل دریځه تېر نه شول، چې په پایله کې یې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري د منځ ګړیتوب په واسطه د ملي يووالي حکومت جوړ شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام