د مرکز پل علم په ګډون د لوګر د ولسوالیو زده کوونکې نجونې وایي، په دغه ولایت کې د ناامنیو، ناوړو دودونو او اقتصادي ستونزو له امله تر نیمايي زیاتې نجونې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې نه شي کولی.
یو شمېر زده کوونکیو سلام وطندار ته وویل، چې له یوې خوا د نجونو ښوونځيو ته ګواښونه ډېر شوي او له بلې خوا په ډېرو سیمو کې له اووم ټولګي نه پورته د نجونو ښوونځي د ناامنیو له امله تړلي پاتې دي.
د پل علم یوه اوسېدونکې بي بي روقیې وویل، چې په دې ولایت کې ډېرې نجونې د نورو ستونزو تر څنګ د کورني بندیز له امله زده کړې پرېږدي؛ ځکه خو له څلورم او په ډېرو سیمو کې اووم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
د لوګر یوه بله اوسېدونکې ملالۍ د ښوونځیو او کورونو ترمنځ اوږد واټن هم د نجونو د لوست په برخه کې ستره ستونزه ګڼي.
ملالۍ زیاتوي، د لوګر په ډېرو سیمو کې په نوم سره د نجونو ښوونځي نه شته او په کار ده، چې په لرو پرتو ولسوالیو کې د نجونو له پاره ښوونځي جوړ شي.
دا زده کوونکې د لوګر ولایتي ادارې او په ځانګړي ډول د پوهنې او ښځو چارو له ریاستونو غواړي، چې د نجونو د زده کړو په برخه کې ولس ته عامه پوهاوی ورکړي، چې لوڼې ښوونځيو او لوړو زده کړو ته پرېږدي.
د لوګر د ښځو چارو رییسه شیما زرګر هم مني، چې ډېرې نجوني د ناامنۍ، اقتصادي او کورنیو ستونزو له امله تر اووم ټولګي پورته زده کړې نه شي کولی.
اغلې زرګر زیاته کړه، د ښوونځيو په لومړیو ټولګیو کې د نجونو د زیات ګډون له امله په ډېرو ښوونځيو کې ځای نه وي؛ خو پورته ټولګیو ته په تګ سره د نجونو شمېر کمېږي او د فراغت پر وخت د ګوتو په شمېر هغه پاتې وي.
د ښځو چارو رییسې زیاته کړه مدني بنسټونه او د ښځو د حقونو فعالانې په دې برخه کې کار کوي، چې کورنۍ خپلې لوڼې ښوونځيو ته پرېږدي.
د لوګر د پوهنې ریاست هم دا مني، چې ډېرې نجونې تر دولسم ټولګي پورې خپلو زده کړو ته ادامه نه شي ورکولی.
د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب سلام وطندار ته وویل، چې د لوګر د پوهنې ریاست، دیني عالمان، قومي مشران او مدني بنسټونه کار کوي، چې کورنۍ خپلې لوڼې زده کړو ته ولېږي.
بل خوا د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، له دې مخکې د پل علم ۲۵ ښوونځي د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له امله تړلي وو؛ خو اوس مهال په ټول لوګر کې هېڅ ښوونځی نه دی تړلی.
د ده په خبره، هڅه کوي، چې د پوهنې ریاست په همکارۍ سره ښوونځیو ته د نجونو د شمېر په زیاتوالي کې هلې ځلې وکړي.
لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه څه ناڅه ناامنه ولایت دی، چې په ۳۶۵ ښوونځیو کې یې ۱۴۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې۳۰ زره يې نجونې دي.