.jpg)
د افغانستان د ټاکنو څار بنسټ یا تیفا وايي، چې د غوراوي کمېټې له کارونو د دوی یوه نیمه میاشتنۍ څېړنه ښيي، چې د دې کمېټې کار شفاف نه دی او د کمزورۍ زیات ټکي لري.
د ټاکنو څار بنسټ غړی حبیب الله شینواري په دې اړه جوړې شوې غونډې کې وویل، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوماندانو او خلکو له خوا د شویو شکایتونو نه ثبتول او د دغو شکایتونو نه تعقیبول د غواروي کمېټې د کار اصلي ستونزې دي.
د شینواري پر وینا، د غوراوي کمېټې په وروستي نوملړ کې تجربه لرونکي کسان، د مدني ټولنې فعالان او متخصصین نه لیدل کیږي.
دی وايي، په دې نوملړ کې هغه ۴ څېرې چې د ۲۰۱۴ م کال د ټاکنو بحراني کولو تور پرې شته دی هم لیدل کېږي
په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ بل غړی محمود شاه حقمل وایی، چې پر نهایي شوي نوملړ باید له سره کتنه وشي او یا هم لږ تر لږه د هغوی له ډلې غوره کسان وټاکل شي.
د غوراوي کمېټې له یوې میاشتې وروسته د ټاکنیزو کمېسیونو له ۷۲۰ نوماندانو ۲۱ کسان د ټاکنو کمېسیون او ۱۵ تنه نور یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پاره غوره کړي او د نوماندانو وروستی نوملړ يي ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی دی.





