یو پلار خپله لور او وراره وژلي دي

جلۍ د تره له زوی سره په حجره کې کیسې کولې، چې د جلۍ پلار پرې ورځي او دواړه د مینتوب په تور د ترښځې په ګوزار وژني.

دغه پېښه د جوزجان ولایت فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې را منځته شوې ده.

یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې وژلې شوې جلۍ او هلک پر یو بل مین وو.

د فیض اباد ولسواله سایره شکیب سادات د ۲۵ کلنې صحراګل او ۲۰ کلن محمد اسلم په اړه وايي، چې دوی له یو بل سره په یوې خونه کې خبرې کولې، چې د جلۍ پلار پرې ورځي او د ترښځې په ګوزار دواړه وژني.

د مېرمن سادات په خبره، د جلۍ پلار نیول شوی او په جرم یې اعتراف کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام