
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، چې د ښاري استوګنې فرهنګ دودولو له پاره یې په ځانګړیو وسایطو او نښو سمبال یوه ۲۵ کسیزه ډله جوړه کړې.
دوی وايي، چې د دې ډلې له جوړولو یې مقصد د ښاري پاکوالي سرغړوونکیو پر خلاف مبارزه ده.
د کابل ښاروالي د نشراتو رييس عبدالقادر ارزو سلام وطندار ته وویل، چې د دې ۲۵ کسیزې ډلې له جوړولو یې موخه د ښاري پاکوالي سرغړوونکیو پر خلاف مبارزه ده او دا ډله یې په ځانګړیو وسایطو او نښو سمبال کړې ده.

ارزو زیاتوي، چې غواړي په دې سمبولیک حرکت سره د ښاري ګډوډيو او ککړتیا مخه ونیسي.
ارزو زیاتوي چې په راتلونکي کې به دې ډلې ته دوی ځانګړی لباس هم جوړ کړي.
د کابل ښاروالي د نشراتو رییس ټينګار کوي، هغه اشخاص چې د ښاري پاکتیا سرغړونه کوي او د ښار د ککړتیا سبب ګرځي؛ د پولیسو په مرسته به نیول کېږي او نغدي جریمه به ورکوي.
په تازه پېښه کې په کابل ښار کې د همدې ډلې له خوا یو داسې شخص نیول او نغدي جریمه شوی، چې د ښار منځ کې یې حاجت رفع کولو.
د دې پېښې انځوریزې ویډیو ګانې په ټولنیزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي او خبرې او بحثونه پرې روان دي.
کابل ښاريان د ښاروالۍ له دې کړنې خوښ دي او زیاتوي چې ځېنې خلک د ښاري استوګنې فرهنګ ته پام لرنه نه کوي.





