خبریالان: زموږ له حقونو د دفاع په نوم پروژې اخیستل کيږي

یو شمېر خبریالانو سلام وطندار سره په خبرو کې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه رسنیزو فعالانو ته سرخوږی بولي او وايي، چې خبریالان نه پوهیږي د وړې ستونزې د حل له پاره کوم بنسټ او ادارې ته ورشي.

په کابل کې دوه خبریالان زهرا جویا او ممتاز بهیر وايي، چې دوی د خبریالانو د دفاع بنسټونو له کارونو خوښ نه دي، ځکه پر وینا يي دغه بنسټونه یوازې د خبریالانو په نوم پروژې اخلي خو د زیانمن خبریال پوښتنه هم نه کوي.

دغو خبریالانو وویل، تر اوسه پورې د خبریالانو له حقونو د دفاع کولو په نوم کومې پروژې چې اخیستل شوي دي، هېڅ خبریال او رسنۍ ته یې ښېګڼه نه ده رسېدلې.

خو د ازادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی کې د رسنیو څار مسوول صدیق الله توحیدي وايي، د خبریالانو فدراسیون تر یو چترلاندې د خبریالانو حقونو د دفاع ۱۵بنسټونه فعالیت کوي.

د توحیدي پر وینا، له درې کلونو راهیسې د خبریالانو فدراسیون سره په ګډه د خبریالانو حقونو دفاع کوي، چې ښې پایلې يې هم درلودې.

د کاري خوندیتوب مقررې چمتوالی، د ټولنیزو رسنیو طرزالعمل چمتو کول او په ټول هېواد کې د همغږۍ کمېټو جوړول د خبریالانو فدراسیون غوره کارونه بلل کېږي.

دی وايي، په دغو درېیو کلونو کې د خبریالانو فدراسیون له بهرنۍ مرستو پرته خپلې چارې پر مخ وړي دي او په دې موده کې هېڅوک له فدراسیون ناراضه شوي نه دي.

توحیدي د خبریالانو شکایتونو ته په اشارې سره وايي، د ناراضي خبریالانو هیلې د خبریالانو د دفاع بنسټونو له واک لوړې دي.

په ورته وخت کې د ازادو خبریالانو ټولنې مشر رحیم الله سمندر وايي، له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښو زیاتوالي له امله دغه بنسټونه په سمه توګه ستونزې نه شي څېړلی.

رحیم الله سمندر وویل، د پخوا په پرتله د خبریالانو ستونزې ډېرې شوي دي او له همدې امله ستونزو ته په سم ډول رسېدنه نه کېږي.

د خبریالانو له حقونو د دفاع په برخه کې د خبریالانو مرکز، د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یانی، د خبریالانو ټولنه، د رسنیو ازاد بازار، د خبریالانو عالي شورا، کابل پرس کلب، د خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د خبریالانو دفاع کمېټه، د سویلي اسیا خبریالانو ټولنه یا سفما، د خبریالانو ملاتړ شبکه، د خبریالانو فدراسیون، د افغان ښځينه خبریالانو غږ او د ازادو خبریالانو ټولنه هغه بنسټونه دي، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو حقونو دفاع په نوم جوړ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام