جوزجان ولایت کې ۲زره او ۵۰۰ جنګ ځپلو کورنیو ته د استوګنې نومرې وېشل کېږي

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د قوش تپې او درزاب ولسوالیو په یو شمېر جنګ ځپلو کورنیو به د استوګنې نومرې وویشي.

د جوزجان د والي مرستیال عبدالرحمان محمودي سلام وطندار ته وویل، تراوسه پر۹۵۰ کورنیو د استوګنې نومرو اسناد وېشل شوي دي او تر یوې اونۍ به پر ۲زره او ۵۰۰ جنګ ځپلو کورنیو د ځمکو وېش دوام ولري.

عبدالرحمان محمودي وايي، هغه کورنۍ چې د طبیعي پېښو له امله له قوش تپې او درزاب ولسوالیو بې ځایه شوې وې، د قوش تپې او درزاب په ښار ګوټو کې ورته ځمکې ووېشل شوې.

د ده پر خبره، دغه ښار ګوټي څو کاله مخکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا پرانیستل شوي وو.

په ورته وخت کې د جوزجان ولایتي شورا غړی حفیظ ندرت سلام وطندار ته وویل، د کډوالو وزارت له سروې سره سم به تر یوې اونۍ پر جنګ ځپلو کورنیو د ځمکې اسناد ووېشل شي او زیاته یې کړه، هغه کسانو چې کارونه یې په کمېسیون کې بشپړ شوي دي نومرې ورکړل شوې.

له بل لوري یو شمېر هغه کسان چې د ځمکو اسناد يي ترلاسه کړي وايي، چې دغه ځمکه ریګ لري او د اوبو له نه شتوالي سره مخ دي.

د شاهي مردان په نوم یو تن وايي، د سرپناه جوړول اړین دي، خو کومې ځمکې چې ورته وېشل شوي دي، ریګ لري او د اوبو له نه شتوالي سره مخ دي.

د عبدالحمید په نوم یو بل کس بیا وايي، چې په کلونو، کلونو خلک د ناامنیو او وزګارتیا له امله شبرغان ښارته راتلل او زیاتوي، چې د دغو ښار ګوټو په جوړولو سره د خلکو د کرایو ستونزه حل شوې.

له دې مخکې د جوزجان ولایت د قوش تپې او درزب ولسوالیو بې ځایه شویو کورنیو په اعتراضیه غونډو کې سیمه ییز چارواکي د کړو ژمنو په نه عملي کولو او بې غورۍ تورن کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام