د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې طالبانو یې خوراکي او پوښاکي توکي چې پر ۵۰ خرو بار وو؛ سوځولي دي.
دوی وايي، د ژمنیو اسانتیاوو له پاره یې د میمنې ښار او المار ولسوالۍ له بازار نه خوراکي او پوښاکي توکي رانیولي وو، چې د لارې په اوږدې کې د طالبانو له خوا اور ورته شو او په ترڅ کې یې یوه ښځه هم ووهل شوه.
حبیب الله د کوهستان ولسوالۍ ۶۷ کلن اوسېدونکی دی، وايي، چې د المار ولسوالۍ له قرايي بازاره یې له خپل خورايي سره د ۳۰ زرو افغانیو خوارکي مواد په ۶ خرو رابار کړي وو، چې د قرمقول ولسوالۍ په موسم دره کې د طالبانو له خوا ونیول شول او خوراکي توکي یې ور وسوځول شول.
د کوهستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکې بي بي سعدیه وايي، چې د لور د واده له پاره یې له میمنې ښار نه په موټر کې لوازم رابار کړي وو؛ وايي، چې د موسم درې په سیمه کې یې طالبانو موټر ودرلو؛ د قضات، قدوغک او نورو سیمو د اوسېدونکیو لوازم یې بېل کړل او د دوی لوازمو ته یې تیلی ورته کړ.
د فاریاب ولایت د امنیت امر امان الله ظافر هم تاییدوي، چې طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکیو خوراکي او پوښاکي توکي د لارې په اوږدو کې سوځولي دي.
هغه وايي، چې دولت به ډېر ژر د کوهستان د اوسېدونکیو دغه ستونزه حل کړي. دا چې دا ستونزه به څنګه حل کړي؛ په دې اړه یې نور څه ونه ویل.