کارپوهان: ولسمشر د جګړې فصل ورستيو سختو ورځو ته د امنيتي چارواکو پام را اړوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ناوخته د امنیتي او د فاعي بنسټونو مشرانو ته په خبرو کې وویل، که د امنیتي او دفاعي ځواکونو اکمالاتي ستونزې حل نه کړي له دندو به یې لرې کړي.

همدا ډول ولسمشر د وینا پرمهال راتلونکې درې اونۍ ننګوونکې وبللې؛ امنیتي او دفاعي چارواکو ته امر وکړ، چې قوي تدابیر ونیسي.

خو د چارو کتونکي وایې، له درو اونیو د ولسمشر موخه د جګړې د فصل ورستۍ سختې شپې او ورځې دي.

د چارو شنونکي د ولسمشر د تېرې ورځې خبرې مهمې ګڼي، خو زیاتوي چې باید خبرو ته د عمل جامه ورکړل شي.

د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلیمان خېل وایي، درې اونۍ وروسته د ژمي موسم پیليږي، نو له هغې مخکې به جګړه زور اخلي.

د ده په خبره د درو اونیو یادولو څخه د ولسمشر موخه د جګړې فصل ورستيو ورځو ته د چمتوالي سپارښتنه ده.  

بل خوا د سیاسي چارو شنونکی جاوید غفور بیا په دې نظر دی، چې د سولې خبرو د پیل کېدو د اوازو په راپورته کېدو سره به، وسله وال طالبان یوځل بیا وغواړي، چې جګړې ته زور ورکړي.

د غفور په وینا، د سولې خبرو د پېل کېدو اوازو ته په کتو وسله وال غواړي په جګړو سره ځان پیاوړی ښکاره کړي.

د ده په نظر د ولسمشر موخه همدې سختو ورځو او شپو ته د امنیتي نهادونو د پام وراړول دي.

تېر ماښام ولسمشرمحمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي ادارو له مشرانو او یو شمېر قوماندانانو سره لېدنه درلوده.

په دې غونډه کې ولسمشر د خبرو پرمهال د دې ترڅنګ چې د امنیتي او دفاعي چارواکو د کارکړنو ستاینه یې وکړه؛ سربېره پر دې ولسمشر دغو چارواکو ته ګواښ وکړ، چې  که د ولسی تلفاتو مخه و نه نيسي او په سمه توګه او خپل وخت سره سرتېرو ته اکمالات ونه رسوي له دندو به یې لرې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام