
داعش وسله والې ډلې د غور ولایت په فېروزکوه ولسوالۍ کې ۳۰ ملکي وګړي د پسه پر سر د جنجال له امله په ډزو وژلي دي.
فېروز کوه د غور ولایت په ۴۰ کیلومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې نږدې ۳۰۰ زره نفوس لري.
د راپورونو له مخې په دغو وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
څو ورځې وړاندې داعش وسله والو دغه ملکي وګړي د خس ټولو پر مهال نیولي او له ځانه سره بیولي و.
د ځايي خلکو پر وینا، تېره ورځ د یادې ډلې پورې اړوند وسله وال د پسه غلا کولو په موخه پر دغې ولسوالۍ برید وکړ، خو د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شو.
د پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ د نښتې له امله د دغې ډلې قوماندان وژل کيږي او وروسته بیا داعش وسله وال د خپل قوماندان د انتقام اخیستو په موخه د دغو اسیرانو په وژلو لاس پورې کوي.
د غور د والي ویاند عبدالحی حبیبي د دغې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، چې د غلام فاروق پلویانو ۳۰ ملکي وګړي د خپل قوماندان د انتقام اخیستو په خاطر په ډزو وژلې دي.
حبیبي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د دغو وسله والو د لټون له پاره لاس په کار شوي دي.
له بل لوري د غور د ولایتي شورا غړی فضل الحق احسان وايي، چې داعش ډلې لومړی ۲۳ تنه ملکي وګړي وژلي او له څو ساعتونو وروسته يې ۷ تنه نور ځايي اوسېدونکي هم په ډزو وژلي دي.
په پام کې ده، چې د دغو ملکي وګړو جسدونه د غور مرکز فېروزکوه ته ولېږدول شي.





