ارګ: ټول ویاندویان دې کره او پر وخت اطلاعات له رسنیو سره شریک کړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې له دې وروسته ټول دولتي ویاندویان خبریالانو ته د معلوماتو په ورکولو کې مکلف دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د حکومت ویاندویان، والیان، وزیران او مسوولین مکلف دي چې خبریالانو ته کره او پر وخت  معالومات ورکړي.

چخانسوري زیاته کړه، چې د حکومت ویاندویان نه یوازې له خبریالانو سره خبرې وکړي بلکې هغه معالومات، چې د قانون له مخې یې هغوې غواړي هم ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:" وزیران، د مرکز او ولایتونو مسوولین او والیان مکلف دي، چې په میاشت کې یو ځل د خپلو فعالیتونو رپوټ رسنیو ته ورکړي، هغوی مکلف دي چې د اطلاعاتو د تبادلې په موخه هره ورځ ۱۵ دقیقې د خپلو بنسټونو ویاندویانو ته وخت ورکړي چې اطلاعات ورکړي. "

د  چخانسوري پر وینا د ولسمشر په دغه حکم کې راغلي ،چې په مرکز او ولایتونو کې هر دولتي بنسټ باید د مسولو بنسټونو درې شمیرې او پته له رسنیو سره شریک کړي.

په همدې حال کې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ کې د رسنیو څار مسوول صدیق الله توحیدي د ولسمشر دغه حکم هرکلی، خو پر عملي کیدو یې ټینګار کوي.

توحیدي وایي، چې د حکومت ویاندویان نه باید  له رسنیو اطلاعات پټ کړي او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي وروستیو پیښو لامل هم د دولتي بنسټونو د معالومات نه شریکول دی.

دا داسې مهال ده چې ولسمشر دوه کاله مخکې د لوړې له مراسمو وروسته معالوماتو ته د لاسرسي قانون توشیح کړ، خو لا هم ځینې دولتي بنسټونه پر وخت اطلاعات او معالومات رسنیو ته نه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام