د فراه ولایت ښار یوځل بیا وسله والو طالبانو کلابند کړی

 

له نهو ورځو راهیسې د فراه ولایت ښار په نږدې سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.

دوې ورځې وړاندې طالبان د فراه ښار دروازو ته نږدې شوې وو، خو د امنیتي چارواکو په وینا د عملیاتو په ترڅ کې یې له څلورو کلیو څخه په شاه تمبولي دي.

د فراه د ولایتي شورا ځینې غړي او د فراه اوسېدونکي وایي، طالبان د ښار دروازو ته نږدې شوي او ښار یې کلا بند کړی.

په ورته وخت کې د لویدیځ زون امنیتي چارواکي بیا د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، طالبان یې په شاه کړي دي او د فراه ښار نږدې کلي یې له طالبانو پاک کړي دي.   

د ولایتي شورا رییس فرید احمد بختور د فراه د سقوط په اړه خبرداری ورکوي او وایي، چې طالبان د فراه ښار ته څېرمه کلیو کې ځای پر ځای شوي او افغان امنیتي ځواکونو هم په تېرو څو ورځو کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

همدا ډول د دې شورا غړې جمیله امیني وايي، چې د فراه ښار له څلورو خواوو څخه د طالبانو له خوا کلابند شوی او یوازې څو سړکونه د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.

په ورته وخت کې د فراه ښار ځینې اوسېدونکي جګړې له شدته اندېښنه ښيي.

په ورته وخت کې امنیتي چارواکې هم ښار ته په نږدې کلیو کې د جګړې د دوام پخلی کوي، خو وایي، چې په جګړه کې دوی برلاسی دی.

د فراه د امنیې قوماندان ویاند اقبال بایر وویل، چې له هرات ولایته فراه ته نوي تازه دمي ځواکونه رارسېدلي او امنیتي حالت یې کابو کړی دی.

بایر وايي، امنیتي ځواکونو ښار ته نږدې ځینې سیمې د طالبانو له موجودیته پاکې کړي دي او دغه عملیات لا روان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام