افغانستان د سنوکر”ماسټر” نړیوالو سیالیو اتلولي وګټله

افغان لوبغاړو صالح محمد او زمري حساس د سنوکر(ماسټر) نړيوالو سیالیو په فاینل لوبه کې د برید کوونکي او ښکلې لوبې په مټ کوربه پاکستاني سیالان له ماتې سره مخ کړل او د تيرکال دريیم مقام برونزمډال یي په لومړي مقام سرو زرو بدل کړ.

دواړو په دې اتلولۍ سره افغانستان د سنوکر په نړيوالو ماسټر سیالیو کې پاکستاني سیالان محمد یوسف او نوین پرواني ته ۵ د ۲ امتیازونو پر وړاندې ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې صالح محمد د مهاجرت په وختونو کې د پاکستان له پاره لوبېده او هغه مهال په اسیایي کچه په انفرادي لوبو کې اتل هم وو.

د اتلولۍ جام او سرو زرو مډال ګټلو ترڅنګ افغان لوبغاړو ته د اسیا سنوکر فدراسیون له خوا ۱۲ سوه امریکایي ډالره د انعام په توګه ورکړل شو په داسې حال کې چې په فاینل کې بایلونکي پاکستاني لوبغاړو د ۶ سوه ډالرو جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده، چې په دې سیالیو کې افغان لوبغاړو په انفرادي لوبو کې هم برخه اخیستې وه، خو یواځې رییس خان سینزې د دې سیالیو کوارټرفاینل پړاو ته رسیدلې وو.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د نړۍ د ۸ هېوادونو د مشهوره سنوکرلوبغاړو ترمنځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شوې، چې په کې دفاعي اتل هندي پنکج اډواني پاکستاني لوبغاړي ته په ماتې ورکولو سره په یو کسیزه فاینل لوبه کې داتلولۍ جام ترلاسه کړ.

دغه راز مالیزیایۍ سنوکر لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته په سیمي فاینل لوبه کې په ماتې ورکولو سره داتلولۍ جام د سرو زرو مډال او ۲ زره او ۴ سوه امریکایي ډالره جایزه وګټله.

د سنوکراسیایي فدراسیون د معلوماتو له مخې چې د د انفرادي ، ټیمي او ماسټرز سیالیو وروسته هندوستان لومړې ، هانګ کانګ دوهم ، افغانستان درېیم ، مالیزیا څلورم ، پاکستان پنځم ، چین شپږم ، انګلستان اووم او فیلیپین بیا اتم او وروستی مقام ترلاسه کړ.

د سیالیو په پای کې د اسیا سنوکر او بیلیارډ فدراسیون مشر د قطرهېواد المبارک الخیارین د سیالیو په ښه کوربتوب د پاکستان مننه وکړه او په ښوو لوبو سره یې ټول لوبغاړي او په ځانګړې توګه افغانستان، هندوستان او مالیزیا لوبغاړي وستایل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام