ځینې شنونکي او ښاریان: ولسمشر کاري لومړیتوبونو ته پام نه کوي

له یوې اونې راهیسې کندوز، هلمند، فراه، ارزګان او په فاریاب ولایتونو کې طالبانو بریدونه زیات کړي دي او د دغو ولایتونو ځینې برخې یې نیولي.

خو ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه په دې ورځو کې خپل کاري وخت د امنیتې حوزو، روغتونونو او د نورو دولتي ادارو په  نظارت تېروي او په دندو کې غفلت کوونکي مسوولین له دندو ګوښه کوي.

د سیاسي چارو ځینې کتونکي او یو شمېر کابل ښاریان وایي، چې ولسمشر محمد اشرف غني باید د دا ډول کارونو پرځای امنیتي موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي.

د سیاسي چارو څېړونکی فردوس کاوش سلام وطندار ته وویل، په کندوز، فراه  او نورو ولایتونو کې روانو جګړو ته په پام سره باید ولسمشر د دولتي ادارو د څار پرځای خپل ډېر وخت امنیتي موضوعاتو ته ورکړي.

فردوس کاوش وايي، ولسمشر په دې ډول کارونو سره ښاریانو ته ښيي، چې ټولو چارو ته رسېدنه کوي؛ خو ځینې کارونه باید خپل "لومړي مرستیال" او یا "اجرایوي ریاست" ته وسپاري.

د چارو بل څېړونکی جواد صالحي وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت او د جګړې موضوع د ولسمشر له کاري لومړیتوبونو دي.

د صالحي په وینا، که وضعیت په دې ډول دوام وکړي،  ستر ښارونه به سقوط شي او  ښاریان به د سر او مال ډېر زیان وویني.

په همدې حال کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم وایي، نمایشي کارونه ستونزې حواروی نه شي، باید امنیت په پوره ډول تامین شي.

د کابل ښار اوسېدونکی تیمور شاه وايي، چې ولسمشر د شپې له خوا په دولتي ادارو او امنیتي حوزو د نظارت پر ځای د ناامنیو کابو کولو له پاره جدي کار وکړي.

د کابل ښار بل استوګن محمد سمیع وویل، ولسمشر د دې ګرځېدو پر ځای باید له ټولو ولایتونو راپور واخلي او حالت کنترول کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام