
د فاریاب کوهستان یو شمیر اوسیدونکي وايي، چې وسله والو طالبانو له درې میاشتو راهیسې ددغې ولسوالۍ لار د تګ راتګ پرمخ تړلې او دغې ولسوالۍ ته د خوراکي توکو او نورو محصولاتو لیږدولو مخنیوی کوي.
په همدې حال کې د کوهستان ولسوالۍ مرکز یو شمیر اوسیدونکي وايي، چې د دې لارې بندیدو له امله د خوراکي توکو بیه څو ځله لوړه شوې.
د فاریاب کوهستان ولسوالۍ یوشمیر اوسیدونکي وايي، چې که حکومت له کوهستان ولسوالۍ د میمنې ښار ته غځېدلې لار خلاصه نه کړي، نو د ژمي په رارسیدو او واورې له امله ددغې ولسوالۍ ارتباط د فاریاب مرکز ته تر شپږو میاشتو پورې د خلکو پرمخ تړل کیږي او اوسیدونکي به يې له قحطي او لوږې سره مخامخ شي.
هغوی د دې لارې د نه پرانیستلو له کبله حکومت په بې پروايي تورنوي او ټینګار کوي، چې باید د ژمي له رارسیدو مخکې د کوهستان ولسوالۍ اوسیدونکو ستونزو ته رسیدنه وشي.

د فاریاب کوهستان ولسوالۍ دوه اوسیدونکي عزت الله او عبیدالله وايي، چې همدا اوس یو من اوړه شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ، یوه کیلو بوره ۱۰۰ او همداسې د لومړني خوراکي توکو بيې خورا لوړې شوې دي.
دوی خبرداری ورکړ، چې که د یوې میاشتې په موده کې کوهستان ولسوالۍ ته خوراکي توکي و نه رسيږي، نو د واورو ورېدو له امله به يې لارې د شپږ میاشتو له پاره بنده شي او د یادې ولسوالۍ پر زرګونو اوسيدونکو د انساني فاجعې رامنځ ته کېدو احتمالات زیات دي.
په همدې حال کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قوماندان او د کوهستان ولسوالۍ په لولاش سیمه کې قومي مشر سعادت سلام وطندارته وویل، چې وسله والو طالبانو وروسته له هغه د تګ راتګ لار وتړله او د خوراکي توکو مخه يي ونیوله چې درې میاشتې مخکې ددغې ډلې سلګونه کسانو د کوهستان پرمرکز برید وکړ خو د ولس په ملاټر امنیتي ځواکونو پرشا وتمبول او درنه مرګ ژوبله يي هم ورواړوله.
سعادت له سیمه ییز او مرکزي چارواکو غواړي، چې د کوهستان ارتباطي لار پرانیزي او که د دې لارې د پرانستلو توان نه لري، نو په دغې ولسوالۍ کې طالبانو ته د نفتي او خوراکي توکو مخه باید ونیسي.
په ورته وخت کې د فاریاب ولایت ځای ناستی او امنیه قوماندان عبدالنبي الهام سره له دې چې وايي، طالبانو د څو پوستو په جوړولو سره میمنې ته د کوهستان لار تړلی ده، خو وايي، چې حکومت ددې لارې د پرانستلو له پاره ستر پروګرام لري.
د فاریاب سیمه ییز مسوولین وايي، چې طالبان له اقتصادي تحریم او پرولس فشار راوستلوسره هیڅ کله نشي کولی چې کوهستان ولسوالۍ ونیسي.
له ډې ټولو سره سره، د کوهستان ولسوالۍ سیمه ییزو مسوولین او قومي مشرانو پروینا، تراوسه پورې درې ناروغان او دوه امیندوارې میرمنې د لارې تړلو له امله مړې شوي.





