د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا هغه ۱۱ هېوادونه جریمه شوي دي، چې د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو له پاره یې په ټاکنیز پړاو لوبو کې مینه والو غیرورزشي او تعصبانه حرکتونه کړي وو.
د رسنیو د راپور له مخې، په دې ډله هېوادونو کې زیاتره د امریکا وچې هېوادونه دي، چې د برازیل او ارجنټاین په څېر د فوټبال لوبې مخکښ هېوادونه په کې هم شامل دي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د مینه والو د غیرورزشي او له تصبه ډکو کړنو کې د پیرو، چیلي، هونډراس، سلواډور، مکسیکو، کاناډا، پراګوایی، ایټالیه او البانیه هېوادونه هم ګرم ګڼل شوي دي. دغه هېوادونه نه یوازې جریمه شوي، بلکې د فوټبال نړیوالې شورا له پیرو هېواده غوښتي دي، چې د راتلونکي ۲۰۱۷ کال مارچ میاشتې پر ۲۸ مه نېټه له وینزویلا هېواد فوټبال ملي لوبډلې سره د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبه له مینه والو پرته د بندو دروازو شا ته وشي.
پیرو هېواد ته له دې کبله دا لارښوونه شوې، چې سږکال یې ۲ ځلې د دې هېواد مینه والو د نړیوال جام په ټاکنیزپړاو لوبو کې د لوبو اخلاق تر پښو لاندې کړل او د لوبې نظم یی خراب کړ.
همدارنګه پیرو هېواد په ورته کړنو د فوټبال نړیوالې شورا له خوا د روان کال په (مۍ) میاشت کې یو ځل ۲۴ زره یورو جریمه شوی و او همدارنګه په بیا ځلي سرغړونې سره د یو کال بندیز سره هم مخ شوی و.
ویل کېږي، چې د ۱۱ هېوادونو څخه یو شمېر یې له دې کبله جریمه شوی دی، چې مینه والو یې د سیالو لوبډلو پر خلاف غیراخلاقي او غیرورزشي اشارې کړې وې.
د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا په جریمه شویو ۱۱ هېوادونو کې هونډراس هېواد تر ټولو زیات په ۶۵ زره یورو جریمه شوی دی او برازیل او کاناډا بیا نبست نورو ته کم ۱۶ زره یورو جریمه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته په بېلابېلو وچو کې ټاکنیزپړاو سیالۍ روانې دي.
په ورته وخت کې د حکومتي لاسوهنې او کارونو کې د غفلت له امله د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا د پاکستان فوټبال فدراسیون له پاره هم د لکونو ډالرو پرمختیایي بودیجه بنده شوې ده.