د افغانستان زورخانه يي ملي لوبډله په بهرني سفر ولاړه

د افغانستان زوز خانه يي لوبو ملي لوبډله نن (سه شنبه) د ۲۰۱۶ م کال په شپږم پړاو نړیوالو زورخانه يي سیالیو کې د ګډون له پاره د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته ولاړل.

د افغان زورخانه يي لوبډلې مشري د زورخانه يي فدراسیون مشر محمد انور جګدلک کوي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې سرپرست مشر محمود حنیف په غونډه کې وویل، دا سر په سر دویم ځل دی، چې د افغانستان زورخانه يي ملي لوبډله د دې لوبې په نړیوالو سیالیو کې لوبېږي.

د حنیف په وینا، د سږکال په زورخانه يي نړیوالو سیالیو کې د افغانستان څخه ۹ کسیزه ډله برخه اخلي، چې ۷ لوبغاړي د خپلو سیالانو په وړاندې لوبې وکړي.

د المپیک ملي کمېټې ځای ناستي مشر د اندونیزیا په کوربتوب نړیوالو زورخانه يي سیالیو ته د افغان لوبډلې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ.

ګډون کوونکو لوبغاړو هم ۶م پړاو زورخانه يي سیالیو ته د خپلو تیاریو ډاډ ورکړ او د اتلولۍ ګټلو ټټر یې ووهلو.

د اندونیزیا په کوربتوب د زورخانه يي په نړیوالو سیالیو کې له ۸۴ هېوادونو څخه د دې لوبې غوره لوبغاړي برخه لري.

دغه سیالۍ سبا (چهار شنبه) د اکتوبر میاشتې په ۵ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۲ مې نېټې به د ۷ ورځو له پاره روانې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام