بروکسل غونډې ته چمتووالی: ایا حکومت د فساد پر ضد مبارزه کې بریالی و؟

ټاکل شوې ده، چې د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې له افغانستان سره د غیرنظامي برخو، په ځانګړي ډول د بنسټیزو پروژو په برخه کې د نړیوالو مرستو د راجبلولو په پار په بلجیم هېود کې غونډه جوړه شي.

افغان حکومت وایي، چې د عوایدو د منابعو اصلاح کول، د اداري فساد د مخنیوي له پاره د عدلي او قضایي مرکز د کار پيلول او د راغلو مرستو ډېرېدل د بروکسل په غونډه کې د دوی لاسته راونې دي.

خو یو شمېر شنونکي وایي، چې افغان حکومت د خپلو ژمنو په پلي کولو کې چې له فساد سره مبارزه، په سوداګریز مرکز د حکومت بدلول او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په جوړولو کې پاتې راغلی دی.

د اقتصادي چارو شنونکی قیس محمدي سلام وطندار ته وویل، چې افغان حکومت د بروکسل غونډې ته په بشپړ ډول هر اړخیز چمتووالی نه لري.

دی وايي، افغان حکومت د بروکسل غونډې د چمتوالی لامل دا دی، دوی هغه ژمنې چې د بروکسل د ناستې له پاره کړې وې؛ نه دي عملي کړي.

د قیس پر وینا، موږ په ډېرو برخو کې ستونزې لرو، د سوداګریزو اړیکو په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې لرو، د سوداګریزو اړیکو په برخه کې ګورو چې یوه ورځ یوه دروازه خلاصه وي او بله ورځ تړلې وي.

محمدي او سیاسي شنونکی حشمت رادفر هم له ورته حالته اندېښمن دی. دی په لویه کچه د فساد له پراخېدلو شکایت کوي، وايي، هغه کسان چې په فساد ککړ دي؛ د هغوی له پاره هېڅ کار نه دی شوی، ځکه چې په فساد ککړ کسان په هېواد کې دننه او بهر د لویو کړیو له خوا ملاتړي دي.

خو چارواکي وایي، چې د بروکسل د غونډې له پاره د حکومت ډېرې ژمنې عملي شوې دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي سلام وطندار ته وویل، چې د فساد د مخنیوي له پاره خورا بنسټیز کارونه شوي دي.

د عبدالرحیمزي په خبره، د عوایدو پورته تلل خپله د دې ښکارندوي کوي، چې افغان حکومت د فساد د مخنیوي له پاره بنسټیز کار کړی دی او د افغانستان د عوایدو په برخه کې اصلاحات راغلي دي.

ده زیاته کړه، د حکومت یوه ژمنه د فساد د مخنیوي له پاره د عدلي او قضایي مرکز جوړول وو، چې له نیکه مرغه دغه مرکز هم په خپل کار پیل وکړ.

خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي سلام وطندار ته وویل، دا چې دولت په سختو کړنلارو له سوداګرو څخه مالیه ټولوي؛ دا د دې لامل شوی، چې سوداګر له هېواده بهر پانګونه وکړي.

الکوزی د عوایدو دا ډول زیاتوالی د خلکو د جېبونو نه پور د پیسو له ویستلو سره تشبيه کوي. دی وايي، موږ باید د خلکو په ژوند کې تغیرات راولو، حکومت مکلف دی، چې د خلکو د ژوند سطح پورته کړي.

د ده په باور، د خلکو کلني عواید ۷۰ ډالره ټیټ شوي دي او ورځ پر ورځ ټیټیږي، همدا علت دی، چې موږ باید د عوایدو په پورته تللو خوشاله نه شو، ځکه عواید د یو فرمان په صادرولو سره هم پورته تللې شي او له خلکو په زوره هم مالیه اخیستلی شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال زیاتوي، چې د هېواد په ډېرو برخو کې فساد شته او د هېواد ګمرکونه د ځېنو زورواکیو او چپاولګرو له خوا ګرو شوي دي

د بروکسل غونډه د روان زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې پر ۴ یا ۵ نېټه په بلجیم کې له افغانستان سره په پراختیایي برخو کې د نړیوالو مرستو د ملاتړ له پاره جوړېږي.

د نړیوالې ټولنې ناسته، یو ځل بیا د افغانستان د ملاتړ په پار خپلې ژمنې په بېلابېلو برخو کې تر څلورو کلونو له پاره اعلانوي.

دا به په غونډه کې ثابته شي، چې د نړۍ هېوادونه په بروکسل کې د افغانستان له حکومته ملاتړ وکړي کنه ؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام