
حامده ساپۍ چې تازه د ژورنالیزم له پوهنځي فارفه شوې؛ څه موده کېږي، چې په کابل ښار کې یې د افغانستان د سیمه ییزو جامو هټی پرانیستی دی.
اغلې ساپۍ وايي، چې په لږې سرمایې سره یې دا سوداګري پیل کړې او موخه یې له دې کار نه د افغانستان د سیمه ییزو جامو رواجول او د فرهنګ خوندي کول دي.
هغه هټی چې اغلي ساپۍ جوړ کړی، خورا کوچنی او ۵ ښځې په کې په کې د جامو په ګنډلو بوختې دي. هغه وايي، چې په راتلونکې کې سترې موخې لري، خو د پوره کولو له پاره یې پوره بودیجه نه لري.
د اغلې ساپۍ پر وینا، د افغانستان سیمه ییزو جامو ته د ښځو لېوالتیا ډېره ده؛ خو د نرخ د زیاتوالي له امله یې پېرېدونکې کمې دي. هغه همدارانګه زیاتوي، ډېر مشتریان یې هغه ښځې دي، چې ښه کاروبار لري.

اغلې ساپۍ د هېواد اوسنی حالت د پانګونې له پاره مساعد نه بولي او وايي، چې دولت ښځينه سوداګرو سره هېڅ ډوله مرسته نه کوي.
د دې په خبره، غواړي، نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي، چې په حرفوي ډول په دې برخه کې کار وکړي.
د اغلې ساپۍ په هټي کې ورېښمین شالونه، جامې، کرتۍ ګانې، چپنې او د افغانستان نورې سیمه ییزې جامې پلورل کېږي.
دا سوداګره مېرمن هیله لري، چې کاروبار یې پراخه شي او خلک د پاکستاني، هندي او ترکي جامو پر ځای د هېواد سیمه ییزې جامې واخلي.





