
یو شمېر سیاسي کسانو نن (شنبه) له اجرایوي رییس سره لیدلي دي او د ولسمشرۍ ماڼۍ په وړاندې یې د عبدالله عبدالله د هغو څرګندونو ملاتړ کړی، چې د پنج شنبې په ورځ یې غني ته خبرداری ورکړی و، که حالت همدا ډول مخ ته ولاړ شي حکومت فلجیږي.
د اجرایوي ریاست یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، نن له غرمې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د ولسمشر غني او اجرایوي رییس تر منځ د وروستي جنجال د حل او منځګړتوب له پاره د عبدالله لیدنې ته ورغلی و.

په ورته وخت کې د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، یو شمېر سیاسي اشخاص د اجرایوي رییس لیدنې ته راغلي وو او دوی د سیاسي هوکړې په پلي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه حکومت د همدې هوکړې پر اساس جوړ شوی دی.
اجرایوي ریاست رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د اجرایوي ریاست مرستیالان محمد خان او محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین ربانی، د جمعیت اسلامي رییس، د بلخ والي عطامحمد نور، د جمعیت اسلامي اجرایوي رییس، بسمالله محمدي، د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، په سیاسي هوکړې د څار د کمېسیون رییس محمد ناطقي، میرویس یاسیني، د افغانستان د وزیرانو شورا د دارلانشا رییس ارسلايي له اجرایوي رییس سره لیدنه کړې ده.
وموغوښتل، چې په دې اړه د ارګ نظر هم واخلو، خو ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې اجرایوي ریاست د حکومت یوه برخه ده او په دې اړه یې معلومات ورنه کړل.





