
د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ م ز کال په (ریو) المپیک سیالیو کې په درېیمه ورځ هم په بېلا بېلو ورزشي رشتو کې لوبې ترسره شوې، چې په کې اخر هم کوربه هیواد د (طلا) ګټلو تنده ماته کړه.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د یاد هیواد په ګټه د جودو ښځینه لوبغاړې رفیلا سلواني په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې خپل سیال ته په (فاینل) لوبه کې په ماتې ورکولو سره د برازیل له پاره د (طلا) مډال ګټلو ۲ ورځنی انتظار پای ته ورساوه.
د (ریو) روانو المپیک سیالیو د درېیمې ورځې لوبې په داسې حال کې پای ته ورسیدې، چې په کې امریکا لاهم په ټولټال ۱۹ مډالونو سره د هیوادونو په کتار کې لومړی مقام له ځان سره لري.

د سیالیو د درېیمې ورځې تر پایه چینایي لوبغاړو بهترینه لوبې وکړې او له امریکې سره یې د (طلا) مډالونو شمیر برابر کړ، چې پنځه، پنځه مډالونه یې ګټلي دي.
دغه راز په نورو لوبو کې دایټاليې له پاره د ټوپک په وسیله نښه ویشتنه کې "نیکولو کمپریاني" درېیم د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
همدارنګه د روسیې له پاره په ښځینه توره وهنې سیالیو کې یانا ایګورین د روانو (ریو) المپيک سیالیو دویم د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې د المپیک سیالیو په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د ښځینه "رګبي" سیالۍ هم ترسره شوې، چې په کې اسټرالیا نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
دغه راز د چین له پاره د روانو سیالیو درېيمې ورځې ۵ م د سرو زرو مډال ګټوونکی لن یوی وو، چې په لامبو وهنه کې یې د سرو زرو مډال وګاټه، خو د هغې وړاندې په ۲۰۰ میترو لامبو وهنه کې "سن یانګ" د سرو زرو مډال خپل کړ.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د وزن جیګولو په ۶۲ کیلو ګرامه وزن کې نارینه لوبغاړي اسکر فیګیورواني خپل هیواد کولمبیا د سرو زرو مډال ګټوونکو لوبغاړو په ډله کې شامل کړ.
او په جمناسټیک لوبو کې بیا جاپاني لوبغاړو د چین ۸ کلنه واکمني پای ته ورسوله او په دغه لوبو کې یې په ټیمي توګه د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
همدارنګه د هنګري هیواد له پاره په ښځینه لامبو وهنه کې "کټینکا هوسزوني" خپلې امریکایۍ سیالې ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه، خو په نارینه برخې لامبو وهنه کې امریکایي راین مرفي په لامبو وهنه کې د سرو زرو مډال وګاټه.

دغه راز په ښځینه برخې لامبو وهنه کې "لیلي کینګ" لومړۍ ۱۹ کلنه امریکایۍ شوه، چې د المپیک په لومړي ګډون یې امریکې ته د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
د روانو (ریو) المپیک سیالیو د درېیمې ورځې ترپایه امریکا په ټولټال ۱۹ مډالونو سره لومړی، چین په ۱۳ مډالونو سره دویم او اسټرالیا بیا په ۷ مډالونو سره درېیم مقام له ځان سره لري.





