
د تېرې اونۍ د پنج شنبې په ورځ یوه پاکستانۍ پوځي چورلکه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته وکړه. راپورونه وايي، چې په چورلکه کې د پاکستان د پوځ د لوی درستيز راحیل شریف زوم کرنېل صفدر هم و.
دغه راز په دې الوتکه کې سلګونه زره امريکايي ډالر او کلدارې، دوه کلاشینکوفونه درې مخابرې او یو هم د "جي، پي، ایس" دستګاه ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو په چورلکه کې سپرلۍ له ځان سره وړي او یواځې هغه څه، چې هلته پاتې دي ددې پېښې په تړاو یې اندېښنې راپورته کړي دي.
د پاکستان حکومت ویلي دي، چې دا چورلکه د جوړېدو له پاره ازبکستان ته تله، خو د تخنیکي ستونزو له امله یې په افغانستان کې بیړنۍ ناسته کړې.
اوس پوښتنه دا ده، چې د تخنیکي ستونزې درلودونکې چورلکه څنګه دومره لرې سفر ترسره کړي؟ په یوې خرابې پوځي الوتکه کې د پاکستان د پوځ د لوی درستيز زوم څه کوي؟ او په دې چورلکه کې پاکستاني جنرالانو څه کول؟
د پوځي چارو څیړونکي جاوید کوهستاني سلام وطندار ته وویل، چې د بهرنیانو د فشارله امله افغان حکومت له پاکستان سره همغږی شوی دی.
هغه زیاته کړه، دا ښکاره ده چې دې چورلکې د ترهګریزماموریت له پاره د افغانستان په خاوره کې د افغانستان د ګټوخلاف الوتنه کړې ده او اوس، چې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره په همغږۍ خبرې کوي دا ځکه، چې زموږ فضا د رادار او هوایي پوښښ لاندې نه ده.
د چارو د څیړونکو په باور هیڅ کوم منطق دا نه مني، چې پاکستانۍ چورلکه دې د تخنیکي ستونزې له کبله ناسته کړې وي، خو دوی انګيري چې افغان حکومت دا داستان د ځېنو هېوادونو د فشارونو له امله منلی دی.

د سیاسی چارو څیړونکی طاهرهاشمي سلام وطندار ته وویل چې په دې پوځي چورلکه کې د پاکستاني جنرالانو، مهماتو او پېسو موجوديت او بیا د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې یې ناسته د ده په قول د پاکستان د دښمني ډوله اهدافو کړنه څرګندوي.
د پوځي چارو بل څیړونکي کابل خان تدبیر سلام وطندار ته وویل، چې دې چورلکې طالبانو سره د لیدنې له پاره ناسته کړې. تدبیر زیاتوي، چې د پوځي چورلکې د ناستې له موضوع د حکومت بې خبري په فضايي حریم د دوی د نه کنټرول لرولو په معنی ده.
تدبیر په دې برخه کې نړیوال ځواکونه هم مکلف بولي، چې د هوايي حریم د اداره چي په توګه د پاکستانۍ چورلکې د ناستې په تړاو ځواب ووايي.
"روسیې ته د یوي الوتکې لیږد د ازري د بالاچنار او کابل ته بیا د افغانستان شمال ته د چترال لاره ډیره نږدې ده، نو ولې دا چورلکه په همدې لاره راځي؟ او ابهامات چې لاهم شته افغان حکومت ونشوای کولای خپلو خلکو ته ځواب ووايي"
افغان حکومت ویلي دي، چې د افغانستان له فضا د پاکستانی چورلکې له تیرېدو خبر وو.

بلخوا حکومت دا هم وايي، چې ددې پېښې د څېړلو له پاره یې يو پلاوی ټاکلی، په دې اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل:
"که دا موضوع ثابته شي، چې په چورلکه کې وسایل او نورتجهیزات وو، چې مخالفین له هغې نه ګټه پورته کوي حکومت په خپله اعلامیه کی هم ویلي دي، چې دیپلوماتیک اقدامات یې په دې اړه محفوظ کړي او په دې اړه به عمل وکړي او د افغانستان په سیاست کې په دې اړه هیڅ ابهام نشته"
په داسې حال کې چې له ۳ ډیرې ورځې له دې پېښې تېريږي، خو لا هم دا موضوع خلکو ته سمه نه ده روښانه شوې او په اړه یې ورسره ډول ډول اندېښنې دي.





