د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له ۷ ورځو راپدیخوا د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته دوام لري.
د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخیل سلام وطندارته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د جګړې مشري پاکستاني مشاورین او د غزني، لوګر او پکتیکا ولایتونو له پاره د طالبانو نومول شوي والیان کوي، چې د اندړو او ګیرو ولسوالۍ له سقوط سره پر غزني ولایت پراخ برید وکړي.
هغه زیاته کړه، چې تراوسه وسله والو طالبانو مخته تګ نه دی کړی او د دغه ولسوالۍ په ۹ کیلومترۍ کې ددې ډلې یو شمیر مهمې موضع ګانې هم د امنیتي ځواکونو ترولکې لاندې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې وسله وال طالبان او پاکستاني جنرالانو چي پلان درلود، چې د اندړو ولسوالۍ سقوط کړي، ورپسې ګیرو ولسوالۍ سقوط کړي او بیا پر غزني ولایت بریدونه وکړي.
د غزني امنیه قوماندان پر وینا، په اندړو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په ۷ ورځینې نښته کې ۳۲ طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
په دې نښتو کې ۵ امنیتي سرتیري هم وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
جنرال امین الله امرخیل، د وسله والو طالبانو له خوا د ملکیانو په نښه کول، له کورونو او جوماتونو ډزې کول په دې ولسوالۍ کې د عملیاتو پڅوالي لاملونه بولي.
خو د غزني د سولې شورا رییس خلیل الله هوتک په اندړو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو وضعیت اندیښمونکی بولي او پر امنیتي ځواکونو په نیوکې سره وايي، چې هغوی د هیواد ازادي اراده نه لري او د جګړې ټول فشار پر پاڅون کوونکو او سیمه ییزو پولیسو دی.
نوموړي زیاته کړه: " ۴ ولسي پاڅونوال او د سیمه ییزو پولیسو ځواکونه په نره توره لاړل او خپلې سیمې يې ونیولې، خو دولت له خپلو دغو ځواکونو سره مرسته ونه شو کولی، ځکه چې دولتي ځواکونه د افغانستان ازادي اراده نه لري".
اندړ د افغانستان په کچه هغه ولسوالۍ ده، چې د لومړي ځل پاره د ۱۳۹۱ م لمریز کال په لومړیو کې ځایي خلکو پکې د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ او له هغه راهیسې جګړه په کې روانه، چې دواړو لورو ته د سر درانه زیانونه اووښتي دي.