معصومه: هېڅ خنډ به مې له موخې را ایساره نه شي کړی

۱۹ کلنه معصومه د افغانستان د بایسکل ځغاستې د ملي ټیم غړې ده؛ دغه مېرمن وايي، په لومړیو کې په خورا مشکلاتو کورنۍ ته قناعت ورکړی، چې لوبه د یوې نجلۍ له پاره عیب نه ده؛ خو د ځینو خلکو بدګومانونه او له فحشا ډکې خبرې لا هم پر ځای پاتې ستونزه ده، چې د لوبې پر مهال یې په واټونو کې اوري.

دغه ښځینه لوبغاړې د پروان ولایت د شیخ علي کلي اوسېدونکې ده او ۶ کاله کېږي چې بایسکل ځغاسته کوي او له څلورو کلونو راهیسې د ملي ټیم له پاره لوبه کوي.

معصومه د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ زده کړیاله ده او په یوه ښوونځي کې د سپورت معلمه هم ده.

نوموړې وايي، د ښوونځي په دوره کې یې بایسکل ځغلول زده کړې و، خو د کورنۍ او ټولنې محدودیتونو له امله یې دا فرصت ورته نه و، چې عملا د لوبې ډګر ته راووځي.

معصومې وویل، دا سې ورځ بده کړې، چې د لوبې او بایسکل ځغلولو پر مهال یې بدې ردې نه وې اورېدلي؛ زیاتوي، چې د افغانستان په شان یو هېواد کې د نجلې په توګه دغه لوبه ورته ناهیلې کوونکې وه؛ خو د خپل فکر خلاف سترې موخې لرم او هېڅ ډول ستونزه یې مخنیوی نه شي کولی.

دغه نجلې وايي، چې په واټونو کې د بایسکل ځغلولو پر مهال ځېنې ځوانان یې په کاڼو ولې، له همدې امله په اونۍ کې یو ځل د تمرین له پاره سړکونو او واټونو ته راوځي، سره له دې چې د بایسکل ځغلولو په سیالیو کې د ګډون له پاره اړتیا ده، چې هره ورځ له ۳۰ تر ۵۰ کیلومترو بایسکل وځغلوي.

دې نجلې د فرانسې، قزاقستان او هند هېوادونو د بایسکل ځغلولو د اتلولۍ جام په سیالیو کې ګډون کړی او د فرانسې هېواد ته په وروستي سفر کې چې ۲۵ هېوادونو په کې ګډون کړی وو، دویم مقام خپل کړ.

د دې لوبغاړې هیله داده، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د اسټرالیا هېواد په سیالیو کې ګډون وکړي او د افغانستان بیرغ ورپوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام