
په میدان وردګو ولایت کې د ملي اردو او پولیسو خپلمنځي نښته کې د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ امنیه قوماندان او د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې نښته تېره شپه د ګزمې پرمهال د پولیسو او د ملي اردو د سرتېرو تر منځ رامنځته شوې.
د دې سرچینې په خبره، په دې نښته کې ۶ تنه ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د بهسودو ولسوالۍ امنیه قوماندان حبیب الله او د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان هم شامل دي.
د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل بیا سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د پولیسو او ملي اردو تر منځ هېڅ ډول نښته نه ده شوې.
د منګل په خبره، د بهسودو ولسوالۍ د پولیسو قوماندان په یوې ترافیکي پېښه کې معمولي شان ټپي شوی دی او د درمنلې له پاره کابل ته لېږل شوی دی.





