.jpg)
داهغه انځورونه دي، چي د ۲۰۱۶ کال د برازیل په کوربتوب د ریو المپیک سیالیو د مډالونو څخه د پردې اوچتولو پرمهال په "فیوچرارینا" المپیک لوبغالي کې اخیستل شوي دي.
د طلا، سلور او برونزو مډالونه د المپيک په سترو سیالیو کې د ګډونوالو هېوادونو د لوبغاړو ارمان دی.
مشهوره ځغاسته کوونکې اوسین بولټ، لامبو وهوونکې مایکل فیلیپ او نور مشهوره لوبغاړي د سرو زرو مډالونو له پاره کلونه انتظار او تمرینات کوي، چې نږدې ۹۹ سلنه یې سپین زر دي.
دا مډالونه یوازې اوسپنه نه ده؛ د دغو سیالیو پیل ته یوازې یو ورځ وخت پاتې دې، نو ۱۰ داسې معلومات دي چې په اړه یې پوهېدل اړین دي.
لومړی: د ۱۰۰ کارګرانو یوه ډله چې مجسمې جوړونکي او ماشین چلوونکي هم په کې شامل دي اوسمهال په دې کار کوي، چې د ریو المپیک او دغه راز د معلولیت لرونکو "پارا المپیک" سیالیو له پاره ټولټال ۵ زره او۱۳۰ مډالونه جوړ کړي.
دویم: د دغو مډالونو د تولید په کارخانه کې په هریو مډال د پریس ماشین په وسیله د هرې نښې د کاږلو له پاره ۵۵۰ ټنه زور پرې وهل کېږي.
دریم: د ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو له پاره هر یو برابر شوې مډال ۵۰۰ ګرامه وزن لري، چې زیاتره برخه یې سپین زر یا سلور څخه جوړه شوې؛ د بېلګې په توګه د سرو زرو مډال ۴۹۴ ګرامه سلور او پاتې ۶ ګرامه قیمي ژېړ اوسپنه ده.
.jpg)
څلورم: د برازیل المپیک کمېټې د معلوماتو له مخې د سلور مډالونه ۳۰ سلنه یې د ماتو شیشو او دغه راز د ایکسرۍ له کاپونو جوړ شوي، خو د برونز په مډالونو کې بیا ۴۰ سلنه د برازیل د ملي خزانې له کاره لویدلي ۴۰ سلنه مس کارول شوي دي.
پنځم: په اوسني بازار کې د ریو په المپیک سیالیو یو د سرو زرو مډال، چې ګټوونکو لوبغاړو ته ورکول کېږي ۶ سوه امریکایي ډالره بیه لري.
شپږم: دالمپیک سیالیو د مطالعاتو مرکز احصایه له ۱۸۹۶ کال راهیسې ښکاره کوي، د سرو زرو مډالونه په عنعنوي توګه په سپینو زرو پوښول شوي، خو د وروستي ځل له پاره سل په سلو کې د سرو زرو مډال په ۱۹۱۲ کال سویډن "سټوکهام" المپیک سیالیو کې ګټوونکو لوبغاړو ته ورکړل شول.
اووم: دغه راز هغه (پټۍ) چې مډالونه په کې بند وي او د المپیک سیالیو د ګټوونکو لوبغاړو ته ور په غاړه کېږي پلاستیکي دي او د راټولو شویو بوتلونو څخه جوړ شوي دي.
.jpg)
اتم: د معلولیت لرونکو وګړو "پارا المپیک" سیالیو ګټوونکو لوبغاړو له پاره برابر شوي مډالونه بیا د اوسپنې واړه بالونه لري، چې معلولیت لرونکو لوبغاړو سره د دې مرسته کوي، ترڅو یې په خوځولو سره د خپل مډال بڼه معلومه کړي او هم یې اواز ته غوږ ونیسي.
نهم: د هر مډال په مخ د برازیل المپیک سیالیو لوګو او دغه راز لمس کیدونکي پاڼه ده، خو د هر مډال په بل مخ د بریا د سمبول یو انځور لیدل کېږي.
لسم: د ریو په المپیک سیالیو کې هر مډال ګټوونکي لوبغاړو ته د ډالیو ورکولو له پاره د لرګي په جوړ شوي یو صندوق کې راوړل کېږي، چې د ریو المپیک رسمي لوګو پرې لګول شوې.
ټاکل شوې ده، د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ م کال ریو المپیک سیالۍ سبا په رسمي توګه پرانیستل شي، چې نږدې ۱۰ زره لوبغاړي په ۲۸ ورزشي رشتو کې د دغو مډالونو د ګټلو له پاره لوبې وکړي.





