د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا ۴ م پړاو شپږیزې له پاره د دوو نورو لوبډلو "بند امیر ښاماران" او "کابل بازان" د لوبډلو نوملړ خپور شو.
د کرکټ بورډ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د "بندامیر ښاماران" او "کابل بازان" د لوبډلو کپټاني به د تېر په څېر محمد نبي عیسی خېل او کپټان اصغرستانکزی په غاړه ولري.
په اعلان شویو لوبډلو کې د نویو لوبغاړو د راتګ تر څنګ عبدالله مزاري له "امو زون" څخه "بند امیر" لوبډلې ته او نوازخان بیا له "مس عینک" لوبډلې بند امیر لوبډلې ته راغلي دي.
د "بند امیر ښاماران" لوبډلې سره د کپټان ترڅنګ عمران جنت، عبدالله عادل، نورالحق ملکزې، حضرت الله ځاځی، دولت خان، حشمت الله شهیدي، انعام الله، جاوید صافی، نصرت قریشي، نوید عبید، نوازخان، عبید کونړی، قیس احمد، رحمت سهاک، محمد سردار او ابراهیم ځدران په لوبه کې برخه لري.
دغه راز د اصغرستانکزي په کپټانۍ کې "کابل بازان" لوبډلې له پاره شهزاد محمدي، راشد خان شینواری، فرید ملک، امیرحمزه هوتک، عبدالله مزاري، دروېش رسولي، عبدالرشید ناصري، نجیب ترکی، نوین الحق، ابراهیم، کریم جنت، محمد ظاهر، شمس الرحمان، شوکت زمان او عبدالنایف ټاکل شوي دي.
له دې مخکې افغان کرکټ بورډ د نوروزمنګل په کپټانۍ کې د "مس عینک اتلان" او د میرویس اشرف په کپټانۍ کې د "امو نهنګان" لوبډلې اعلان شوي دي.
که څه هم په ۴ م پړاو شپږیزه کې ټولو ګډون کوونکو شپږو لوبډلو په خپلو زونونو کې خپل د یوې اونۍ تمریناتي کمپونه پیل کړي، خو لا تراوسه افغان کرکټ بورډ د نجیب الله ځدران په کپټانۍ کې "بوست ساتونکي" او د حمید حسن په کپټانۍ کې "سپین غر زمریان" لوبډلې نه دي اعلان کړي.
ټاکل شوې ۴ م پړاو شپږیزه شل اوریزه کرکټ سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۹ مه نېټه په کابل-الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.
د سږ کال په ټورنامنټ کې به د "سپین غر زمریان" کرکټ لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي، چې "کابل بازان" لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلان شوي.