.jpg)
دغلته کورونه، جوماتونه، مدرسې، ځايي هټۍ او ډېرې نورې ابادۍ په مرمیو لګېدلي او ځینې کورونه لا هم د اور په لمبو سوځي.
دا د کوټ ولسوالۍ د فقیر بابا سیمه ده، چېرې چې افغان ځانګړو ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د داعش د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي.
له دغو کلیو ځایي خلک لا پخوا کډه شوي او په هېڅ ځای کې ولسي وګړي نه لېدل کېږي.
پر سیمې د ډار او وحشت څپه خپره ده، موږ د عملیاتو په لومړۍ کرښه کې د ځانګړو ځواکونو په مرسته ځینو کورونو ته هم ورننوتو، ښکارې ده، چې ځايي خلکو یوازې خپل سرونه خوندي سیمو ته کړي؛ ځکه کورونه یې له سامانونو ډک پاتې وو.
د غلته پر داعشي وسله والو د حکومت هوايي او ځمکني ګوزارونه لا هم روان دي.
.jpg)
د ځانګړو عملیاتو فرقې د لومړۍ لوا د اول کنډک قوماندان ډګرمن غلام حضرت د عملیاتو مشري کوي.
ډګرمن غلام حضرت وايي، چې د هوا او ځمکې له لارې یې پر داعش کړۍ ورتنګه کړې او په زیاته کچه یې وژلي دي.
دغه افسر په روانو عملیاتو کې ولسي خلکو او داعشي وسله والو د مرګ ژوبلې شمېر ونه ښود.
د ځانګړو ځواکونو قوماندان وايي، داعش وسله وال له سیمې په تېښته دي.
دی وايي، پر داعش ډلې یې د برشاخېلو له سیمې عملیات پیل کړي وو او اوس د درې وروستۍ سیمې فقیر بابا او الیاس بابا سیمو کې دي.
ډګرمن غلام حضرت وايي، تر هغې به دغه عملیات روان وي، چې ترڅو یې دغه سیمه د داعشیانو له وجوده پاکه کړي نه وي.
د عملیاتو له لومړۍ کرښې لږ راکوز په سرای بازار کې د داعش ډلې له لوري په یو جومات کې جوړې شوې محکمې ته هم ورغلو، چې ګڼ شمېر اسناد او کاغذونه په کې پراته وو.
د همدې بازار په منځ کې د داعش ډلې له لوري د کوټ ولسوالۍ د ځايي خلکو د شکایتونو اورېدو یو مرکز هم جوړ شوی وو، چې ښايي خلکو به خپل شکایاتونه ورسپارل، په سرای بازار کې نږدې پر ټولو هټیو د داعش ډلې بېرغونه کښل شوي، چې دغه ټولې سیمې اوس د افغان ځواکونو په ولکه کې دي.
.jpg)
د جګړې له ځایه کابو ۱۵ کیلومټره را ښکته د کوټ ولسوالۍ په لور هغه سیمې ته مو هم سر ورښکاره کړ، چې څو میاشتې وړاندې په کې د حکومتي ځواکونو او داعشي وسله والو ترمنځ جګړه شوې وه، دلته ولسي وګړي لیدل کېږي په پټيو کې کار کوي او په دوکانونو کې په راکړې ورکړې بوخت دي.
ولسي وګړو سلام وطندار سره د خبرو پر مهال له روانو عملیاتو خوښ ښکارېدل او ویې ویل، چې ایله یې د ارام ساه واخیسته.
خلکو له حکومته غوښتل، په سیمه کې میشت شي او د داعشي وسله والو ډلو بېخ دې وباسي.
د سیمې خلکو په ټینګار سره وویل، که عملیات بریالي شي؛ نو کډه شوي خلک به بېرته خپلو کورونو ته راوګرځي.
خلک وايي، امنیتي ځواکونه باید په سیمه کې پاتې شي.
داعش وسله والې ډلې په کوټ کې د ورستيو عملیاتو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.





