
په هرات ولایت کې یوې مېرمن، چې ۲۱ کاله عمر لري د خپلې ۲ نیمې کلنې لور سره له یوې ۴ پوړیزې ودانۍ ځان ګوزار کړی او د ځان وژنې هڅه یې کړې ده.
ددې ولایت د حوزوي روغتون سرطبیبې ملکې پېغام سلام وطندار ته وویل، دغه مېرمن مریم نوميږي او په خېټه یې د ۶ میاشتو ماشوم هم درلود.
دغه پېښه د «چهار شنبې» په ورځ د دې ولایت په «صفی اباد» سیمه کې رامنځته شوې
مېرمن پېغام وايي، مریم د دې هڅې په پایله کې په بشپړه توګه فلج شوې خو ۲ نیم کلنه لور او په خېټه ماشوم یې وژل شوي دي.
مریم تر اوسه پورې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر ده، چې پولیسو او ډاکټرانو ته یې ویلي؛ دکورني تاوتريخوالي له کبله یې په دې کړنې لاس پورې کړی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالرووف احمدي هم تایيدوي، چې د دې پېښې اصلي علت کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی و، چې د مریم مور هم غوښتل لور یې ځان وژنه وکړي.
احمدي زیاته کړې،د دې پېښې اصلي عاملان د دې ښځې مور او پلار دي، دهغه په وېنا د مریم مور تر اوسه په روغتون کې بستر ده او پلار او مېړه یې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
احمدي وايي، چې د مریم له مېړه او پلار څخه پلټنې روانې دي.
هرات یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د ښځو د ځان وژنې خبرونه ترې په دې روستیو کې ډير خپريږي.





