هلمند کې له تېر یوه کال راهیسې وسله والو طالبانو د سختو بریدونو له امله شاوخوا ۱۰۰ افغان پولیس ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپيان شول؛ خو د تېرو دوو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې امنیتي حالت کنټرول شوی او ویل کيږي، چې د وسله والو حملې خورا په کمېدو دي.
له هغه وروسته، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپلو پوځيانو ته د عملیاتو پر مهال له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د جنګېدو او هوايي ځواک د کارولو امر وکړ، نو ورسره جوخت د هلمند په امنیتي وضعیت کې هم مثبت بدلون راغلی دی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد معین فقیر سلام وطندار ته د یوې مرکې پر مهال وویل، چې د اوباما د هغې پریکړې وروسته، چې ویلي يې امريکايي ځواکونه به د هوايي ځواک او پياده برخه کې مرسته کوي د وسله والو طالبانو حملې کمې شوې دي.
نوموړی وايي، د امریکا د دفاع وزیر شتون کارتر له راتګ وروسته په هلمند کې څو هوايي عملیاتونه ترسره شوي، چې په کې وسله وال وځپل شول.
د راپور له مخې، تیره اوونۍ دوو ورځو کې اوو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا۷۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ نور یې ټپيان کړي دي.
هغه وايي، چې همدا عملیات خپله اوباما او د امریکا ځانګړو ځواکونو پلان کړی و، چې په کې امنیتي حالت د ډاډ وړ شوي دي.
نوموړي د امریکا هوايي ځواکونو مرسته د افغان ځواکونو له پاره د جګړې په ډګر کې ۸۰ سلنه مهمه بولي.
قوماندان زیاته کړه، چې د نهرالسراج، چوغک، سنګین او نادعلي ولسوالیو په عملیاتو د دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبي او بارک اوباما د امر مطابق مو قوي عملیاتونه وکړل.
د هلمند د میوند قول اردو قوماندان وايي، چې د امریکايي هوايي ځواکونو سره سره خپله هم هوايي ځواک کې "بې پېلوټه، ایم ډي ۳۵ او ګاشي" الوتکې او نور پوځي وسلې کاروي.
نوموړی وايي، چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د هلمند په مارجې او سنګین ولسوالیو کې امنیتي حالت تغیر وکړي.
په هلمند کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان" انډریو رولینګ" سلام وطندار ته وویل، چې اوس افغان ځواکونه ښه شوي.
هغه وايي، په توپچي، هاوان، ټانکونو او پياده ځواکونو سمبالو سرتېرو په هلمند کې امنیت ساتلی.
نوموړی وايي، چې شاوخوا ۲۵ زره سرتېرې هلته میشت دي.
د رولینګ په خبره، چې دوی د اوباما د پریکړې سره سم اوس د هلمند ټولې سیمې له فضا څاري.
هغه وايي، چې د اړتیا پر مهال د افغان ځواکونو سره د هوايي ځواک سره سره ځانګړي ځواکونه هم همهاله له دوی سره اوږه په اوږه جګړې کوي.
د انډریو رولینګ په وینا، دوی اماده دي د افغان ځواکونو سره په هره برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په دې وروستیو کې په هلمند کې د امريکايي ځواکونو هوايي ملاتړ خورا زیات شوی، چې په دې برخه کې د دوی "ایف ۱۶ جټ" جنګي الوتکې او "بي ۵۲" الوتکې هره ورځ او شپه د هلمند په فضا کې ليدل کیږي.