افغان کرکټ بورډ له ویسټ انډيز او ایرلینډ سره د لوبو خبر ورکړ

ټاکل شوې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې کال له بشپړ غړیتوب لرونکې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سره د لومړي ځل له پاره یو لړ نړیوالې سیالۍ کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ویسټ انډيز کرکټ بورډ ورسره ومنله چې د راتلونکې ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې به د ۳ شل اوریزو او ۵ پنځوس اوریزو لوبو له پاره افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼې د عمومي مشرنسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې له شل اوریز نړیوال جام اتلې ویسټ انډيز سره سیالي کول یو لوی چانس یاد کړی دی، چې ښې لوبې به وکړي.

که څه هم افغان کرکټ بورډ څو میاشتې مخکې له ویسټ انډيز سره د سیالیو خبر ورکړی و؛ خو کرکټ بورډ زیاتوي، چې ډېر ژر به د سیالیو کره نېټه او کوربه لوبغالي هم رسنیز شي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ د یوې بلې خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې ده، د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په (مارچ) میاشت کې افغانستان د ۹ بېلابېلو نړیوالو سیالیو له پاره په هندوستان کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د سیالیو پیل د مارچ پر ۸ مه نېټه په ۳ شل اوریزو لوبو سره وشي.

دغه راز به د همدې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیل شي او بیا به دغه سفر د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په پلان شوې څلور ورځنۍ (انټرکانټېنېنټل جام) سیالۍ سره پاې ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې ټولې ۹ واړه سیالۍ به د مارچ میاشتې تر ۳۱ مې نېټې د هندوستان په (ګریټرنویډا) کرکټ لوبغالي کې وشي.

دغه راز د ایرلیند کرکټ بورډ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سیالیو پخلی کړی دی؛ خو تراوسه په ټلوېزیون د سیالیو د ژوندي بهیر په اړه څه نه دي ویل شوي.

همدارنګه ایرلینډ په داسې حال کې د افغانستان په کوربتوب د ځوابي سفر خبر ورکوي، چې د دواړو افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل له پاره تېره اونۍ په (ایرلینډ بلفاسټ) کې د ۵ نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ شوه، چې په مساوي توګه پای ته ورسېدله.

تر اوسه د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټولټال ۷ نړیوالې ۵۰ اوریزې سیالۍ شوې دي چې ۴ ایرلینډ او ۳ افغان کرکټ ملي لوبډلې ګټلې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبرپاڼې د اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزي له خولې لیکلي، د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب ته انتظار کوي او تمه لري، چې د دواړو سرسختو سیالیو لوبډلو ترمنځ به ښې سیالۍ وشي.

دغه راز د ایرلینډ کرکټ بورډ د لوړیو مهارتونو د څانګې مسوول ریچارډ هولډزورت د دغو سیالیو هرکلی کړی دی او دا یې هغه سفر ګڼلی، چې د نورو ټېسټ لوبډلو د سفرونو په څېر به په کې ۳ قسمه شل اوریزې، پنځوس اوریزې او څلور ورځنۍ سیالۍ شاملې دي.

ویل کېږي، چې د دواړو افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ نه یوازې د ټېسټ درجې اخیستلو له پاره مهمې دي؛ تر څنګ یې دواړه لوبډلې چانس لري، چې د خپلې درجه بندۍ په ښه والي سره تر ۸ م مقام ځان ورسوي او نېغ په نېغه د انګلستان په کوربتوب ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام