د ناټو لوی منشي ینس ستولتنبرګ وايي، افغان حکومت له خپلو نویو ژمنو سره وکولی شو، چې د ناټو غړو هیوادونو ملاټر لاسته راوړي.
د ناټو لوی منشي ستولتنبرګ وارسا کې د ناټو غړو هیوادونو مشرانو غونډې ته وویل، چې د بشري حقونو، اداري فساد سره مبارزې، ټاکنیز سمون، سولې او امنیت په برخه کې د افغان دولت هڅې کافي نه دي.
د ناټو لوی منشي زیاته کړه، په حکومت کې سمون راوستل، له بشري حقونو او وینا ازادي ملاټر، د ښځو او ماشومانو حقونو خوندیتوب او په ټاکنیز نظام کې سمون په وارسا غونډه کې د افغان حکومت نوې ژمنې دي.
د ناټو لوی منشي د افغان حکومت له مشرانو وغوښتل، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
« په دې غونده کې د ملي یوالي حکومت مشرانو ژمني جوتې دي خو عملي کیدل يې اسانه نه دي، ځکه چې افغان حکومت له زیاتو ستونزو سره مخ دی او باید د حکومت مشران په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.»
په ورته وخت کې اجرایوې رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وارسا غونډه کې ویلي، چې افغان حکومت د ټاکنیز سمون، ښځو او ماشومانو حقونو ملاټر او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې هغه کارونه چې کړي بسنه نه کوي.
د عبدالله پر وینا، د ټاکنیز سمون په برخه کې تراوسه د حکومت کړنې جنجالي وې، خو دا ځل د اساسي قانون په رڼا کې دوی بله ټاکنه ازمايي.
له دې ټولو سره سره، عبدالله زیاته کړه، که څه هم حکومت د فساد له منځه وړلو، ترهګرۍ او سمون راوستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، خو بیاهم هڅه کوي چې ولس او د نړۍ هیوادونه راضي کړي.
د اجرایوي رییس پر خبره، افغانستان په بد حالت کې دی او د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.