افغانستان له سکاټلینډ سره نن د کرکټ لوبه کوي

د کرکټ ملي لوبډله به له کوربه سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه وکړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ به نن (دوشنبه) د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ بجې او ۱۵ دقیقې د سکاټلینډ په ګرینج کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

کرکټ بورډ وایي، ملي لوبډلې له تېرو څو ورځو راهیسې په سکاټلینډ کې تمرینات کول او له سیالې لوبډلې سره د خپلو دوو پنځوس اوریزو لوبو له پاره پوره چمتووالی لري.

د کرکټ بورډ زیاتوي، چې ملي لوبډلې ته د کورنیو روزونکو دولت احمدزي او رییس احمدزي ترڅنګ نوي ګومارل شوي هندي روزونکي لال چند راچپوت هم ورته لارښوونې کړي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له سکاټلینډ سره وروستۍ لوبه د راتلونکې چهار شنبې په ورځ وکړي او بیا به ایر لینډ ته د لوبو له پاره ورشي.

د افغانستان او سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلو خپلو کې ۹ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې کړي، چې ۶ لوبې یې افغان کرکټ ملي لوبډلې او ۳ یې بیا د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې ګټلي دي.

د یادونې ده، چې کوربه لوبډله په خپل هېواد سکاټلینډ کې ښه لوبیږي، چې په ترسره شویو ۲ سیالیو کې یې یوه افغانستان او بله هم سکاټلینډ ګټلې ده.

د اروپا سفر له پیلولو مخکې افغانستان له کرکټ نړیوالې شورا سره د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۰ او په څلور ورځنیو سیالیو کې بیا درېیم مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام