افغان کرکټ بورډ له نمیبیا کرکټ بورډ څخه رسمي بښنه وغوښته

د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه د سکاټلینډ په کوربتوب (ایډنبرا) ښار کې پیل شوه، چې په کې په لومړۍ ورځ د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو د اصلي اجنډا ترڅنګ د نمیبیا کرکټ بورډ  د شکایټ په پایله کې د لوبغاړو په استازیتوب رسمي بښنه وغوښته.

د (کریک انفو) د نني راپور له مخې، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په خپل کوربتوب د روان کال په پیل کې د هندوستان په (نویډا) کرکټ لوبغالي کې د (انټرکانټینینټل) جام څلور ورځنۍ سیالۍ پرمهال یو شمیر نمیبیایي کرکټ لوبغاړو په وړاندې د توکم یا نژاد پرستۍ خبرې کړې وې او دوی یې په خپلو خبرو ځورولي وو.

د نمیبیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د خپل کرکټ بورډ په مرسته د افغان لوبغاړو له خوا کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت کړې وو، چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د توکم پرستۍ کارپوه په منځنګړيتوب او افغان کرکټ بورډ په رسمي بښنې غوښتنې سره دغه شکایت د دواړو خواو په رضا حل شو او دوسیه یې بنده شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د چارواکو نوم تراوسه نه ده اخیستل شوې، خو د افغانستان کرکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وینا، د نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د افغانستان له خوا اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي او چیرمین نسیم الله دانش ګډون کړی دی.

افغان کرکټ بورډ چارواکو د منځګړي کارپوه په شتون کې منلې، چې ښایي د افغان لوبغاړو ځینې خبرې د نړیوالې شورا (قانون) مات کړي وي او د نمیبیا کرکټ لوبغاړو په وړاندې یې د افغان لوبغاړو له خوا  د لوبو د اخلاقو څخه لرې او نژاد پرسته خبرو له یاد کرکټ بورډ څخه بښنه غوښتې او دا یې د افغان لوبغاړو له خوا د حساسیت نه درکول، غلط فهمي او دغه راز د کلتورونو توپیرپایله یاده کړې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د منځګړي کس په شتون کې پریکړه وشوه، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به د کرکټ نړیوالې شورا سره د لوبې اخلاقو د زده کړې په روزنېز کورس کې ګډون کوي.

نړیوالې شورا ویلي دي، چې په دې ټولګي کې به افغان لوبغاړي د نژاد پرستۍ، د ژبې او نورو حساسیتونو درک کولو په موخه د نړیوال کرکټ لوبغاړو له مسولیتونو څخه خبر شي.

دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر "ډیف ریچرډسن" هم د نژاد پرستۍ متخصص او د دوسیې له منځګړي او همدارنګه راز د دواړو نمیبیا او افغانستان کرکټ بورډ له مشرانو مننه کړیده چې هوکړې ته رسیدلي او د پیښې د نه تکرارولو له پاره یې ژمنتیا ښودلې.

د ریچرډسن په وینا، په ورزش کې نژاد پرستۍ  ته هیڅ قسم ګنجایش نشته او باید په نړیوال کرکټ کې لوبیدونکي لوبغاړي د دې له عواقبو خبر اوسي.

په ۲۰۰۹ م ز کال کې هم د اسټرالیا په سفر کې د هندوستان او کوربه لوبډلې ترمنځ د سیالیو پرمهال د هندي هربجن سینګ او اسټرالوي انډریو سایمنډ ترمینځ د نژاد پرستۍ ستونزه را ولاړه شوې او نږدې وه، چې هندوستان د اسټرالیا سفر په نیمایي کې پریږدي، خو په کې کامیابه منځګړیتوب وشو او د ستونزې په هواریدو د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د پلان له مخې پای ته ورسید.

د کرکټ نړیوالی شورا کلنۍ غونډه نن په سکاټلینډ کې پیل شوه، چې په کې د افغانستان کرکټ بورډ د چارواکو ترڅنګ د یادې شورا دغړو هیوادونو لسګونه چارواکي برخه لري، چې ۶ ورځې به روانه وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام