طالبانو په لوګر کې د دوو ولسوالیو د پوهنې مدیریتونه تړلي

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایې، چې د دغه ولایت په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د پوهنې مدیریتونه د وسله والو طالبانو د پرلپسې ګواښونو او غوښتونو له امله تړل شوي دي.

د دې ولایت د پوهنې ریاست یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، وسله والو طالبانو په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د دې له پاره د پوهنې عمومي مدیریتونه تړلي، چې د پوهنې ریاست څخه یې د ګومارنې، څارنې، زده کړو او په مالي برخه کې ونډه غوښتله.

سرچینه زیاتوي، له همدې امله وسله والو طالبانو په دغو ولسوالیو کې د پوهنې مدیریتونه تړلي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د پوهنې ریاست د دغو مدیریتونو تړل کېدل مني او زیاتوي، چې تر ډېره پورې دغه ستونزې او ګواښونه د قومي مشرانو په منځګړیتوب را کمې شوي دي.

صالح وویل، چې یوازې تېره ورځ وسله والو طالبانو په مرکز پل علم کې د پورک د نجونو ښوونځی له څلورم ټولګي پورته  تړلي دی.

وسله الو طالبانو تراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د لوګر اوسیدونکي وايي، چې د  پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه او ناامني زیاتې شوي دي.

د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې په دې ولایت کې ۲۶۴ ښوونځي فعاله دي، چې ټولټال په کې ۳۰ زره نجونو او یو لک او ۴۰ زره هلکان په زده کړو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام