د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې له خوا د ټاکنیز نظام د جوړښت، اصلاح او دندو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ردول وستایل.
دغه فرمان تېره ورځ (دوشنبه د جون په ۱۳مه) د ولسي جرګې له خوا په اکثریت رایو سره رد شو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند نادر محسني نن (سه شنبې) په یوه خبري غونډه کې د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر د تقنیني فرمان د رد هرکلی وکړ او ویې ویل، چې پرته له کوم جرم او یا خطا نه، د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې تر ۶ کلونو پورې بدلون نه شي راتللی.
د محسني پر وینا، د ولسي جرګې غړي په دې موضوع پوه وو، ځکه یې دا فرمان رد کړ.
هغه وايي، ولسي جرګه د ټاکنیزو کمېسیونونو په اړه د دې اقدام مانع شوي دي او مشرانو جرګه باید هم د ولس په خوښه د دې تقنیني فرمان د رد په اړه پرېکړه وکړي.
محسني زیاتوي، چې د ولسمشر تقنیني فرمان د هېواد له ملي ګټو او مصالحو سره جوړ نه و او قانوني جواز یې نه لرلو.
د هغه په باور، په ټاکنیزو قوانیونو کې هر ډول تعدیلات باید د کمېسیون په وړاندیز او د ولسي جرګې په تصویب راشي.
محسني وايي، چې دا تقنیني فرمان ۴۵ ورځې له توشیح کېدو نه وروسته مجلس ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې د اساسي قانون د ۷۹ مادې له مخې، باید دا فرمان بې له ځنډه د ملي شورا د غونډې له لومړۍ ورځې تر ۳۰ ورځې پورې دې شورا ته لېږل شوی و، چې ۱۵ ورځې وروسته لېږلو یې قانوني مشروعیت له منځه تللی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند له حکومته غواړي، چې د ټاکنیزو سمونونو له پاره مناسبه زمینه برابره کړي او د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې ونه ځنډوي.
په داسې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د دې پرېکړې هرکلی کوي، چې ولسمشر غني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ولسي جرګې له خوا د دې تقنیني فرمان نه تصوېبېدل د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د وروسته پاتې والي معنا ورکوي.
ولسمشر ویلي، ولس تمه لرله، چې ولسي جرګه به د دې فرمان له موادو سره له مخالفت وروسته په هغه کې بدلونونه او تعدیلات راولي او بیا به یې تصویب کړي. افغان ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې حکومت د راتلونکیو ټاکنو له پاره پوره چمتووالی نیولی دی.