له تورخم ښارګوټي سوداګر خپل مالونه باسي

په تورخم کې سوداګر وايي، جګړې یې په کاروبار اغېز کړی او دوی له هغه ځایه د خپلو مالونو په ایستلو لګیا دي.

دوی زیاتوي، چې د تېرو دوو ورځو راهیسې نښتو او جګړو په میلیونونو ډالر زیان ور اړولی دی.

بل پلو تورخم ښارګوټي ته نږدې کلیو کې اوسېدونکي خلک هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دغه ځای اوسېدونکي وايي، د دوی په کلیو او کورونو کې د پاکستان له لوري را ویشتونکي مرمۍ لګېږي، چې تېر ماښام هم تورخم ته په یو نیم کیلومترۍ کې د پراته غوړکۍ کلي کې د پاکستاني پوځ په ډزو دوه ماشومان وژل شوي وو.

دغلته لا هم دواړه خواوې یو بل ته ګوته پر ماشه ناست دي او هره شېبه د بیا ځلي نښتې احتمال شته .

په تېرو دوه ځلي جګړو کې  دوه افغان پوله ساتي سرتیري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز چارواکي پاکستانۍ غاړې ته د درنې مرګ، ژوبلې اړولو خبره کوي، خو لاهم په دې اړه کره مالومات نه شته.

ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا درستیزوال او د جګړې قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خیل وايي، هره شېبه د احتمالي جګړې له پاره چمتو دي.

اخوا پاکستاني ازاد خبریال رزاق برق سلام وطندار ته وویل، د جواد علي چنګیزي په نوم پاکستانی جنرال، چې تېره ورځ د افغان ځواکونو په ډزو ټپي شوی و  او د کوټې اصلي اوسېدونکی و او نن یې په روغتون کې د همغه ټپونو له امله ساه ورکړه.

برق د پاکستانیو چارواکو له قوله وايي، هرو مرو به تورخم کې دروازه او نور تاسیسات جوړوي او زیاتوي، چې پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو سپکې او درنې وسلې تورخم ته نږدې ځای پر ځای کړي او هره شېبه د بیا ځلي نښتې احتمال شته .

هغه وايي، پاکستانۍ غاړې ته تورخم بازار بند دی خو د لواړګي بازار، چې پرون د نښتې له امله بند و؛ نن پرانستی دی.

د برق په خبره، د پرونۍ جګړې له امله د پاکستان غاړې د پاچا مېنې ځینې دولتي او نادولتي ودانۍ زیانمنې شوي او شاوخوا ۲ سوه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.

 دی وایي له پرون راهیسې د چمن په پوله هم د پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو له لوري په تګ، راتګ کې ستونزې ډېرې شوي او د چمن دروازه چې پخوا به تر ماښامه پرانستې وه نن ورته امر شوی، چې د مازدیګر په څلور بجو بنده شي.

د برق په وینا ، د چمن دروازې ته څېرمه د تګ، راتګ نورې دروازې هم بندې شوي دي.

له بل لوري په هلمند ولایت کې سلګونه لاریون کوونکو له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ.

دغه لاریون کوونکي، چې د لاریون پر مهال د پاکستان بېرغ ته هم اور ورته کړ له حکومته غوښتنه وکړه، چې دوی هم د پاکستان پر ضد جګړه کې جذب کړي، ځکه د دوی پر وینا پر افغان خاوره تېری دوی ته د منلو وړ نه دی.

همدارنګه په هلمند کې یوشمیر مدني فعالانو د پاکستان هیواد له لوري د دې کړنې په هکله خبري ناسته درلوده او له نړیوالې ټولنې یې پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو د څېړنو غوښتنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام