یو شمېر دیني عالمان د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدلو سره له طالبانو د جنګ جګړو او وینو تویولو د بندېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي، چې روژه د رحمتونو او عبادتونو میاشت ده او په دغه میاشت کې نه باید خلک وځورول شي.
دیني عالم کمال الدین حامد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې روژه د رحمتونو میاشت ده او د رحمتونو په دې میاشت کې وژنه د اسلام دین له مخې ستر جنایت دی.
د حامد په خبره، د اسلام دین پيغام د سولې پيغام دی او په دین کې هر ډول زور زیاتی ناروا عمل دی.
دغه دیني عالمان د خلکو سره مرسته د روژې په میاشت کې لوی ثواب بولي او د مسلمانانو په منځ کې وېره اچونه لویه ګناه یادوي.
په همدې حال کې یو بل عالم جلاالدین حنفي هم په هېواد کې د بې ګناه کسانو وژنه ستر جرم او جنایت بولي او له طالب وسله والو ډلو غواړي، چې په دې میاشت کې د بېګناه کسانو له سر پرې کولو او وژنو لاس واخلي.
حنفي زیاتوي، هر څوک چې د انسانانو وژنې، د الله تعالې په عذاب به اخته شي.
بل خوا په افغانستان کې ملګري ملتونه له ټولو ښکېلو لورو غوښتي، چې د روژې په میاشت کې دې جنګ جګړې بندې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یونما پلاوي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې کاږلي، چې د روژې مبارکې میاشتې ته په درنښت سره دې جګړو ته د پای ټکی کېږدي؛ تر څو افغانان په امن چاپېریال کې عبادت وکړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملګري ملتونه د افغان سولې او ثبات ټينګښت کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.