ښایي د ورزش په نړۍ کې د مشهورو لوبغاړو په اعلان کې د هرې رسنۍ او هر ورزش مینه وال په زړه کې د خپلې خوښې لوبغاړی نوم وي، چې اوس یوې مخکښې رسنۍ هم د خپلې سروې پریکړه اعلان کړې.
د مخکښه ورزشي ادارې ( اې، ایس، پي، این) د راپور له مخې د ۲۰۱۶ م ز کال غوره او تر ټولو مشهور لوبغاړي میله پرتګالي فوټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو لوټ کړې ده.
ویل کیږي، چې کریسټیانو رونالډو وروسته له هغې د ۲۰۱۶ م ز کال مشهورلوبغاړی اعلان شو، چې د یادې (اې، ایس، پي این) ادارې مدیرانو نوموړی د نړۍ له ۱۰۰ بهترینه لوبغاړو له ډلې څخه غوره کړ.
ویل کیږي، چې د نوموتو لوبغاړو د اعلانولو له پاره د یادې ادارې مدیرانو د مخکښه لوبغاړو معاش، په ټولنیزو رسنیو کې ډير مینه وال او دغه راز د (ګوګل) لارې ډیرپلټل معیارونه ټاکلي وو.
رونالډو د فوټبال په نړۍ کې د ارجنټایني لیونیل میسي سر سخت سیال شمیرل کیږي، چې اوسمهال د هسپانېې د مخکښه فوټبال کلپ (ریال ماډریډ) له پاره لوبیږي.
د کریسټیانو رونالډو په مټ ریال ماډریډ تیره میاشت د ریکارډ ۱۱ م ځل له پاره د اروپا فوټبال کلپونو اتلولي وګټله.
د نړۍ د ۱۰۰ غوره شوي مشهوره لوبغاړو له ډلې څخه په وروستیو ۱۰ لوبغاړو کې بیا دهندي کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ویراټ کوهلي هم شامل دي، چې ۸ م مقام یې نیولی.
د نړۍ په ۱۰ غوره اعلان شويو مشهوره لوبغاړو کې ۴ د فوټبال، ۲ د باسکیټبال، ۲ د ټینس او ۱ بل هم د ګالف نړۍ څخه دي.
د کریسټیانو رونالډو وروسته د باسکیټبال لوبغاړی لي برون جیمز دویم، د فوټبال لوبغاړی لیونیل میسي درېیم، د فوټبال لوبغاړي نیمار څلورم، د ټینس لوبغاړې راجرفیډرر پنځم، د باسکیټبال لوبغاړې کیون ډورنټ شپږم، د ګالف لوبغاړې ټایګر ووډ اووم، د کرکټ لوبغاړي ویراټ کوهلي اتم، د فوټبال لوبغاړي جیمزروډریکیس نهم او د ټینس لوبغاړی رافیل نیډال وروستی لسم مقام ترلاسه کړی دی.
دغه راز څه موده وړاندې د یوې بلې سروې له مخې ویراټ کوهلي او فرانسوي فوټبال لوبغاړې پال پوګبا بیا د بازار موندنې په ډګر کې ان له کریسټیانو رونالډو او لیونیل میسي څخه وړاندې وو، چې له دغې لارې ډيرې پیسې ترلاسه کوي.