یوشمېر فرهنګي او ټولنیزو فعالانو نن سه شنبې (می۳۱مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې همدا اوس کابل کې ۱۳ ښوونځي د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.
دوی وایي، چې په دې ښوونځیو کې په زرګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
یو تن ټولنیز او فرهنګي فعال محمد عارف حیدري وایي، هغه ښوونځي، چې په کرایي کورونو کې فعالیت کوي، د کرایو د نه ورکولو له امله د تړلو له ګواښ سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنې ریاست په دې وروستیو کې د وکیلانو او ښونځیو د مدیرانو په هڅو یو مکتوب واستاوه او د وزارت مقام ته یې وړاندیز کړی و ، چې د۱۳ ښوونځو د ودانیو کرایه ورکړي، چې په یوه کال شاوخوا ۶ میلونه افغانۍ کیدې، خو په وینا يې په جواب کې ورته لیکل شوي، چې " موږ بودیجه نه لرو یعنی دا چې ۱۳ ښوونځي د پوهنې د ریاست او پوهنې وزارت د اړیکو او اختلافاتو له امله تړل کیږي."

خو د پوهنې وزارت د خپرونو رییس، محمد کبیر حقمل بیا دا نه مني او وایي، چې د کرایې په برخه کې هیڅ ستونزه نشته.
هغه وايي، له اداري او حقوقي ستونزو پرته، په کابل ښار کې هیڅ داسې ښوونځي نشته، چې د کرايې د نه ورکړې له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ وي.
دغه فرهنګي او ټولنیز فعالان په ښونځیو کې د تجهیزاتو نشتوالی او په کرایي ودانیو کې د ځینو ښوونځیو فعالیت په هیواد کې د پوهنیز نظام پر وړاندې یوه ننګونه بولي او دې موضوع ته د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.