ولسمشرۍ ماڼۍ: له دې وروسته د افغانستان اوبه د نړیوالو قوانینو له مخې مهارېږي

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په هغه ناسته کې، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر د لاسته راوړنو په اړه جوړه شوې وه، وویل، افغان حکومت پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د افغانستان اوبه د نړیوال قانون له مخې مهارېږي او یو څاڅکی به يې هم بې ځایه نه پرېښودل کېږي.
د هغه په وینا، د هېواد د اوبو مدیریت په اړه د حکومت دغه پرېکړه د افغانستان په تاریخ کې بې سارې بلل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ایران اندېښنه د هریرود سیند په اړه ده او افغان حکومت د شته ټولو اسنادو له مطالعې وروسته د نړیوالو قوانینو له مخې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې افغان ولسمشر ایران ته د خپل سفر پر مهال له ایراني چارواکیو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم خبرې کړي.

سید ظفر هاشمي وویل، چې له دې وروسته به په ایران کې میشت کډوال قانونمند او له زیاتو ځورونو څخه به هم وژغورل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاتوي، چې له دې وروسته به د افغانستان بهرنی سیاست له هېوادونو سره تقابل نه، بلکې د تعامل پر بنا ولاړ وي.

نوموړي پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې له دغه هېواد سره به افغان حکومت د عامو افغانانو په خوښه او د شته حقایقو پر بنیاد چلن کېږي.

هاشمي خبریالانو ته د افغانستان او هندوستان د دوستۍ په اړه وویل، چې افغانستان له هندوستان سره خپلې اړيکې لا هم ښې کوي او په دغه سفر کې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي له افغانستان سره د نورو پوځي چورلکو د ورکړې وعده هم کړې.

نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت پرېکړه کړې، چې د سلما بند نوم د (افغانستان او هندوستان د دوستۍ) پر بند تغیر کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام