.jpg)
اغا ملوک سحر داسې یو پوستکالی (سافټویر) پروګرام جوړ کړی، چې په مرسته یې په ټولنه کې د فساد جرړې وچېږي.
له دې پروګرام نه په ټاکنو، د کانکور په ازموینه او بانکي سیستم کې استفاده کولی شو، چې د فساد کچه سفر ته را کمه کړي.
سحر ۲۲ کلن دی او د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم کال زده کړیال دی. نوموړي د خپلې اختراع په اړه سلام وطندار ته وویل، چې د دغه پوستکالي "لمر" په جوړولو یې دوه کاله کار کړی دی او زیاتوي، چې د دې ټولو زحمتونو له ګالولو نه یې موخه په ټولنه کې د فساد له منځه وړل دي.
دی وايي، چې په دغه پوستکالي لا هم کار کوي او تر اوسه یې پرې یو ۱۵۰۰ ډالر لګولي دي. ملوک وايي، هیله لري، چې په مشهور پوهنتونونو کې د پوستکالي او ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې وکړي.
دغه پوستکالی د بېړنۍ او عامه خدمت په برخه کې په دوو برخو کې ۲۴ پروګرامونه لري.
په بېړنۍ برخه کې د بېړنیو اړیکو لکه د پولیسو، روغتون، اطفايې او د عامه خدمت برخه کې ټاکنې، کانکور، بانکداري، د ايميلونو تبادله، د پوهنتونونو، جوماتونو، ولایتونو، کتابتونو، پر لیکه زده کړو، لوبو، وېبپاڼو، هوټلونو، رسنیو او کارموندنې په برخه کې د پوهاوي ورکول دي.
.jpg)
اغا ملوک د دې برخو په لیست کې په ټاکنو ټینګار کوي، وايي، چې له دې پروګرامه په استفادې سره کولای شو، چې نوماند کس ته په کرښه (انلاین) رایه ورکړو.
دی وايي، که له دې سیستم نه په ټاکنو کې کار واخیستل شي؛ له یوې خوا به د درغلۍ مخه ونیول شي او له بلې خوا به د وخت او پیسو سپما وشي.
د "لمر" پوستکالی د فېسبوک ټولنیزې شبکې په څېر دی، خو په دومره توپیر چې جعلي ادرسونه په کې نه جوړېږي او خلک نه شي کولی، چې د جعلي ادرسونو له لارې نور وځوروي.
له دې لارې هر کس یوازې یو ادرس د ځان له پاره جوړولی شي.
د اغا ملوک په خبره، د دې پوستکالي کاروونکي د پېژندپاڼې او پاسپورټ له لارې په دې کې خپل اکونټ جوړولی شي.
د پېژندپاڼې او یا پاسپورټ د شمېرې له ثبت وروسته د "لمر" پوستکالی په خپل سري ډول یاد کس ته یو سریال نمبر ورته لېږي.
دی وايي، چې په دې سیسم کې فلترولو له پاره له دغې لارې کار اخیستل شوی، چې تر څو د فساد او جعل کچه صفر ته را کمه کړي.
تر اوسه پورې ۲۰۰ تنه له دې پوستکالي نه ګټه اخلي او نومونه یې په کې ثبت کړي دي.
.jpg)
اغا ملوک سحر وايي، چې له ټکنالوژۍ استفاده د فساد مخنیوی کوي او که حکومت ور سره مرسته وکړي، دغه به ټولنیز شي او ټوله به ګټه ترې واخلي.
دغه ځوان محصل وايي، چې د "لمر" له پوستکالي نه په استفادې سره هر کس د هېواد په هر کوټ کې کولی شي، چې په ټاکنو کې ونډه واخلي او د ناامنۍ بهانه هم پای ته ورسېږي.
کارمونده د سحر په زحمتونو جوړ شوی بل پروګرام دی. دی زیاتوي، چې هر اداره او بنسټ چې د کارموندې خبرتیا خپروي په چټکتیا سره د "لمر" کاروونکي پرې خبرېږي.
دا چې په دې نرم افزار کې د کاروونکي ټول مشخصات ثبت دي؛ نو په یو کلیک سره هر بنسټ ته خپل اسناد ورلېږلی شي.
دغه ځوان محصل وايي، چې په میاشتو میاشتو یې هڅه کړې ده، چې دغه پوستکالی طرحه کړي.
اغا ملوک سحر وايي، په یوازې ځا نه شي کولی، چې دغه پوستکالی ټولنیز کړي، باید حکومت ورسره مرسته وکړي.