د توپ وهونکو دوښمن نړیوال کرکټ ته ورستون شو

د اوسني کرکټ تیز اسټرالوي بالر مېچل سټارک له نږدې ۷ میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا نړیوال کرکټ ته ورستون شو.

مېچل سټارک اسټرالیا ته د ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام په ګټلو کې مهم لوبغاړې و، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې ټپي شو.

مېچل سټارک د وروستي ځل له پاره تېر کال د نیوزیلینډ په کوربتوب له کوربه لوبډلې سره د لوبې پر وخت ټپي شو، چې تر اوسه له نړیوال کرکټه لرې پاتې و.

چپ لاسې ویروونکې تیز بالر مېچل سټارک د هندوستان په تېر اتم پړاو (ای، پي، ایل) سیالیو کې د بنګلور لوبډلې له پاره مهم بالر و.

 سټارک سږ کال په ۹ پړاو (ای، پي، ایل) سیالیو کې د بنګلور لوبډلې په ګټه لوبې ونه شوې کړی.

مېچل سټارک د خپلې پښې د ټپونو د درملنې تر څنګ د اسټرالوۍ ښځینه کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتوونکې لوبغاړې ایلیسا هیلي سره واده وکړ.

د اسټرالیا کرکټ لوبډله او د دې لوبډلې کپټان سټیون سمت خوښ دې او وايي، چې د دغه چپ لاسي بالر په راتګ سره به اسټرالیا کرکټ لوبډله لا پیاوړې شي.

دوی وايي، چې د سټارک په راتګ سره به کوربه ویسټ انډيزۍ او سوېلي افریقايي لوبډلې ته د راتلونکې جون میاشتې درې اړخیزه سیریز لوبې سختې شي.

مېچل سټارک اوسمهال ۲۶ کاله عمر او نیږدې ۲ میتره قد لري، چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د اسټرالیا له پاره د۴۶ ورځنیو کرکټ سیالیو ترڅنګ په ۲۵ ټیسټ او ۲۰ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام