
د یادې شورا د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، ۶۶ مه کلنۍ ناسته په مکسیکو هیواد کې ترسره شوه، چې په کې د فوټبال د پرمختګ په موخه د غړو هیوادونو له پاره د بودیجې د زیاتوالې ترڅنګ اړینې پریکړې وشوې.
د نوې پریکړې له مخې به له دې وروسته د افغانستان په ګډون د فوټبال نړیوالې شورا هر غړی هیواد به په هرو ۴ کلونو کې د ۱۶ لکو امریکایي ډالرو پر ځای ۵۰ لکه امریکایي ډالره مرسته ترلاسه کړي.

د فیفا له خوا غړو هیوادونو ته د بودیجې د زیاتوالي موخه د فوټبال لوبو د نویو اسانتیاو برابرول، د شفافیت رامینځته کول، ښځینه فوټبال ته وده ورکول، د ادارې د ظرفیتونو لوړول او هم ملي لوبډلو ته د ښه استعدادونو پیدا کول، د کورني فوټبال او مخکښه نارینه او ښځینه لیګونو ترسره کول په ګوته شوي دي.
ویل کیږي، چې اضافه بودیجه له هغو عایداتو څخه ورکول کیږي چې د فوټبال نړیوال جام سیالیو څخه ترلاسه کیږي.
د نړیوالې شورا د پریکړې له مخې غړي هیوادونه به له ۵۰ لکو امریکایي ډالرو ۴ کلنې بودیجې څخه ۵ لکه د اداري کارونو د ښه والي له پاره او هر کال ۷ لکه او ۵۰ زره ډالر د فوټبال چمنونو د جوړولو او دغه راز د ښځینه فوټبال سیالیو د برابرولو په برخه کې کاروی.
د فیفا د پریکړې له مخې به له دې وروسته د هرې وچې فدراسیون ته د ۲۲ میلیونه ډالرو په ځای اوس هرکال ۴۰ میلیونه ډالر ورکول کیږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د فیفا ترڅنګ به د افغانستان فوټبال فدراسیون هرکال د فوټبال اسیایي شورا له خوا هم ۴ لکه امریکایي ډالره مرسته ترلاسه کړي.
ویل کیږي، چې دغه راز د افغانستان فوټبال فدراسیون به د المان، انګلستان او جاپان په څير هیوادونو څخه هم د ګول او کارکردګۍ پروژو له پاره نغدي او غیر نغدي مرستې هم ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د فوټبال نړیوالې شورا، اسیایي شورا او یو شمیر یادو شویو هیوادونو څخه د مرستو ترلاسه کولو ترڅنګ د افغانستان فوټبال فدراسیون له مالي ملاتړ کوونکي الکوزي شرکت او د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو څخه هرکال لکونه ډالر ترلاسه کوي.
که څه هم د افغانستان فوټبال فدراسیون د کال لکونه ډالره بودیجه او مرسته ترلاسه کوي، خو بیا هم د افغانستان فوټبال فدراسیون وخت ناوخته د افغانستان فوټبال ملي لوبډلو له پاره د سیالیو په برابرولو کې د پیسو نشتوالي څخه شکایت کوي او هم په هیواد کې د فوټبال لوبو له پاره د لوبې زمینې کم رنګه بریښي.





