په اوس وخت کې د برېښنا په اړه لاريونونه د ملت په ګټه نه دي

ویل شوي په کابل کې به سبا (دوشنبه می ۱۶مه) د بامیانو له لارې له ترکمنستانه د وارداتي بریښنا مزي غځېدو پلویان لاریون وکړي.

خو د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو شورا نن (یکشنبه می ۱۵مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، دوی له دوو ورځو راهیسې هلې ځلې کوي، چې د مرکزي بامیان او دایکندي ولایتونو خلک دې لاریون نه کوي او حکومت دې د بریښنا لیږد په اړه د وزیرانو شورا مصوبه یو څه وځنډوي. 

د یادې شورا د سیاسي کمیټې غړي او ویاند سید حامد ګیلاني وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې دغه ډول لاریونونه د هیواد په ګټه نه دي، دده پر وینا ښایي په دې سره ستونزې رامنځ ته شي.

 ګیلاني وړاندیز وکړ، چې دا مسله دې یوه کمیټه د تفاهم له لارې حل کړي او ددوی شورا د منځګړیتوب له پاره چمتو ده.

دوی وايي، چې له دغو لاریونونو به د افغانستان دښمنان ګټه واخلي.

له ترکمنستانه د وارداتي بریښنا مسله هغه وخت لانجمنه شوه، چې حکومت اعلان وکړ؛ چې ددې بریښنا مزی به د سالنګ له لارې کابل او وروسته سویل ختیځو، سویلي او سویل لویدیځو ولایتونو ته وغځول شي.

خو دې چارې حساسیتونه راپورته کړل او یو شمېر هغو يې غوښتنه وکړه، چې د برېښنا دا مزی دې د بامیانو له لارې وغځول شي.

د دغو اعتراض کوونکو زیاتره خلک د افغانستان د مرکزي ولایت او دایکندي اوسېدونکي دي.

خو حکومت وایي، چې د سالنګ لاره ارزانه، کم لګښته او پروژه په لنډ وخت کې بشپړیږي او له دې پرته د پروژې تمویلونکي هم چمتو نه دي چې پیسې ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام