د نوروزمنګل، حمید حسن او شاپورځدران په ګډون د افغانستان لوبډله اعلان شوه

افغان کرکټ بورډ نن شنبه (می ۱۴مه) د پاکستان حبیب بینک لوبډلې خلاف په کابل کې کیدونکو سیالیو ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې پخوانی کپتان نوروزمنګل، شاپورځدران  او حمید حسن ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی، خو په اعلان شوی لوبډله کې د کپتان یادونه نه ده شوې.

حمید حسن او شاپورځدران د هغوې د فټنس له کبله او د اوږدو څلور ورځنیو سیالیو له پاره ان د ډیرې مودې راهیسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره هم په (انټرکانټینینټل جام) سیالیو کې هم نه لوبیږي، خو د حبیب بینک خلاف غوره شوی دي.

دغه راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مرستیال کپتان جاوید احمدي هم په لوبډله کې اعلان شوی دی، چې ترڅنګ یې په نورور لوبغاړو کې رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، فرید احمد، عبدالله عادل، راشد ارمان، افسرځاځی، نجیب الله ځدران، سید شیرزاد، ظاهرخان، ناصرجمال او ویکټ ساتوونکی محمد سردار شامل دي.

افغان کرکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې یادې لوبډلې د حبیب بینک لوبډلې خلاف ۲ څلور ورځنیو سیالیو ته غوره کړي دي.

د کرکټ بورډ له اعلان څخه هغه ګنګوسې اوس ریښتیا ښکاري، چې افغان کرکټ بورډ پلان لري د حبیب بینک لوبډلې خلاف په پلان شویو ۴ پنځوس اوریزه لوبو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله ولوبوي، خو افغان کرکټ بورډ تراوسه په دې خاموشه دی.

د یادونې وړ ده، چې زیاترو کرکټ مینه والو له وړاندې د پاکستان د کورني کرکټ حبیب بینک لوبډلې خلاف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبولو سره مخالفتونه کړي.

د کرکټ بورډ  مشر نسيم الله دانش وايي، د پاکستان څخه په راتلونکې مېلمنه لوبډله کې هم د پاکستان د ملي لوبډلې او د ټېسټ لوبو لوبغاړي شته، چې د لومړي ځل له پاره يې افغانستان کوربتوب وکړي.

د نوموړي په وینا، ولس کرکټ سره مينه لري او دوى هڅه کوي، چې ولس ته ښې مسابقې برابرې کړي.

دغه راز د کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزى وايي، چې پرمختيايي لوبډله ډېر پرمختګ کړی او مېلمه لوبډلې ته به يو چيلنج وي.

ټاکل شوې ده، چې د پاکستان حبیب بینک لوبډله د یوې ورځې ځنډ سره سبا (یک شنبه می ۱۴مه)ماسپښین ۱ بجه کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته راورسیږي.

د پاکستان د کورني کرکټ غوره لوبډله حبيب بینک به د افغانستان د پرمختيايي لوبډلې سره د راتلونکې سې شنبې په ورځ لومړې ۲ څلور ورځنۍ او ورپسې د جون میاشتې تر ۴ مې نیټې ۴ پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام