ننګرهار کې ځانمرګي برید ۷ کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل

برید دهغه ولایت نازیانو ولسوالۍ کې نن مازدیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې شوی دی.

د نازیانو ولسوالۍ امنیه قوماندان یاربیک سلام وطندار ته وویل، چې دغه برید د سیمه ییزو پولیسو یوه  قوماندان دهقان د قرار ګاه مخې ته شوی، چې خپله قوماندان هم ټپي دی. 

نوموړي وویل، په دغه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۶کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټبیان دي.

هغه وايي، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د نازیانو امنیه قوماندان زیاتوي، په وژل شویو او ټپیانو کې د قوماندان دهقان ساتونکي هم شامل دي.

اخوا بیا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم د پېښې پخلی کوي او وايي، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

هغه وايي، په دې اړه د ۴ نورو کسانو حالت هم د اندېښنې وړ دی.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام