اجرایوي رییس: د اباسین پر قاتلانو به عدالت پلی شي

د اباسین په نوم تنکی ځوان چې تېره اونۍ د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې تښتوونکیو له سختې شنکجې وروسته هغه مهال ووژلو، چې کورنۍ یې ونه شوکړای، چې برمته کوونکیو ته پيسې ورکړي.

اجرایوي ريیس عبدالله عبدالله نن دوشنبې (می پر ۲مه) په وزیرانو شورا کې همداراز وویل، چې د اباسین له کورنۍ سره یې خبرې کړي او ژمنه یې  ورکړې، چې د اباسین ځاځي پر قاتلانو به عدالت پلی شي.

د ده پر وینا، د اباسین قاتلان په هېڅ صورت د بښلو وړ نه دي او حتمي به خپله سزا وویني.

اجرایوي رییس د اباسین او د هرات د څارنوالۍ رییس سمیع الدین رحیم وژنه ستر جنایتونه وبلل او زیاته یې کړه، چې له امنیتي ځواکونو منندوی دی، چې دغه قاتلان یې په خپل وخت سره نیولي دي.

د راپورونو له مخې، اباسین پنځه میاشتې مخکې، د کابل ۸ حوزې اړوند د کارتونو په سیمه کې د کورس پر لور روان و، چې د ځېنو کسانو له خوا وتښتول شو او د ده د راپرېښودلو په بدل کې یې د ده له کورنۍ نه ۲۰۰ زره امریکايي ډالر وغوښتل، چې د هغوی له وسې وتلي وو.

د اباسین پلار له زیاتو هڅو سره – سره تښتوونکیو ته ایله ۸۰ زره امریکايي ډالره ورکړل، خو دې ډلې اباسین له سختې شکنجه کولو او یوې ګوتې له پرېکولو وروسته ووژلو او د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په چنار کلي کې یې خښ کړ، چې جسد یې د جنايي پولیسو له پلټنې وروسته د تېرې پنجشنبې پر ورځ پیدا شو.

پر داوود د فتح خان زوی تور دی، چې د کوچني اباسین قاتل او تښتوونکی دی. داوود، چې ویل کېږي د اباسین خپل دی، تراوسه نه دی نیول شوی؛ خو په دې قضیه کې څو تنه نور نیول شوي دي.

بل خوا په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړ، چې په افغانستان کې زور زیاتی ورځ تر بلې ډېرېږي او ترڅنګ یې ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو ته د ماشومانو لاس رسی کم شوی دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې باید د پوهنې او روغتیا وزارتونه په دې برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړي.

د وزیرانو شورا ته ډاکټر عبدالله دا هم وویل، چې دغې موضوع ته باید امنیتي ځواکونه جدي پام وکړي او د ملي امنیت په شورا کې دې هم پرې بحث وشي.

تراوسه پوري د اباسین ځاځي د تښتولو او وژلو په تړاو ۷ تنه نیول شوي دي.

د اباسین قتل د افغانانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی، ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي او د قاتلانو د فوري اعدام غوښتنه یې کړې ده.

په دې اړه په کابل او ځېنو ولایتونو کې یو شمېر خلکو لاریونونه هم وکړل او د اباسین د قاتلانو او د نورو انسان تښتوونکیو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام