د سلام وطندار موندنې ښي، چې د پلازمینې کابل ځینې ځان مرګي بریدونه په زندانونو کې د طالبانو او حقاني شبکې له خوا تنظیمیږي.
یوشمیر زندانیان، چې د کلونو راهیسې د هېواد په زندانونو کې بندیان دي وايي، زیاتره طالب بندیان له خپلو ملګرو سره د اړیکو اسانتیاوې او امکانات لري.
د عزیز الله په نوم یو کس، چې په کلونو کلونو څرخي پله زندان کې بندي و او اوس ازاد شوی، سلام وطندار ته وویل، چې بندي طالبانو له پاره د زندان د ځینو چارواکو او ساتونکو له خوا مبایلونه، سیمکارټونه او د اړیکو اسانتیاوې رامنځته کیږي.
عزیز الله وايي، چې د پولیسو د جدي پلټنوله امله د ملاقات کوونکو له خوا بندیانو ته د ټېلفونونو راوړل ناشوني دي، خو دا کار یوازې هغه څوک کولای شي چې د زندان له چارواکو سره اړیکې ولري.
د دغه پخواني بندي پر خبره په زندان کې د حقاني او طالبانو ډلې بندي کسان به نورو ته بې ګناه ښودل کیدل او د افغان حکومت پرضد به یې منفي تبلیغات کول.
نوموړی وايي:" زه خپله شاهد یم، چې د حقاني ډلې ځينې کسان زما سره همراز و او ویل به یې چې تنخوا يې له ۵ تر ۱۰ زرو پاکستاني کلدارو پورې زندان ته ورته راځي او په ډيرې اسانۍ سره یې له ترهګرو سره اړیکې نیولې".
دغه پخوانی بندي زیاتوي، چې د ولسمشر له خوا د بندیانو د خوشې کېدو په اړه صادر شوي فرمانونه هم د زندان د چارواکو له خوا پلورل کیږي.
د دغه پخواني بندي د ادعاو په اړه مو هڅه وکړه، چې د څرخي پله د زندان چارواکو نظر هم واخلو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بریالي نه شو.
په همدې حال کې تېره ورځ (اپرېل ۲۰مه) یو شمېر تورن کسان، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوي و اعتراف وکړ، چې د څرخي پله زندان دننه په کابل ښار کې جرمنو ته هڅول کېدل.
تېره شپه د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود هم یوې رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو زیاتره ځانمرګي بریدونه د هېواد په زندانونو کې پلانیږي.
خو د کورنیو چارو وزارت د زندانونو رییس جنرال عبدالحکیم کوهستاني سلام وطندارته وویل، ښايي له ځینو سره مبایلونه وي، خو دوی اجازه نه ورکوي، چې بندیان مبایلونه ولري او په هره اونۍ کې یوځل د بندیانو خونې پلټل کیږي.
کوهستاني وایي، چې تراوسه هغوی له بندیانو نه زیات مبایلونه هم راټول کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د زندانونو رییس د افغانستان په زندانونو کې د څیړنو له پاره د پرمختللو وسایلو د نه شتون له امله اندیښه وښوده او ويې ویل، چې هغوی داسې ماشینونه په واک کې نه لري، چې د پټو سیم کارټونو او مبایلونو په اړه ورته راپور ورکړي.
کوهستاني زیاتوي، چې د قانون له مخې هر یو بندي د دولتي ټیلفونونو له لارې حق لري، چې خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي چې دولت دا امکانات هم بندیانو ته چمتو کړی دی.